د اسرايلو حکومت او د فلسطين په غزه کې د دوو اورپکو ډلو ( حماس، اسلامي جهاد) پر اوربند هوکړه وکړه او ۱۱ ورځو خونړي تاوتريخوالي ته د پای ټکی کيږدي.
په غزه کې اوربند به د جمعې ورځې سهار ۲ بجو باندې پر ځای کيږي.
د اسرايلو لومړي وزير بينجامين ناتانياهو دفتر په خپاره شوي اعلاميه کې ويلي، د اسرايلو کابينې د مصر هيواد په غوښتنه اوربند ته له قيد او شرط پرته منظوري ورکړه.
حماس او اسلامي جهاد ډلې هم اعلاميې خپرولو سره د اوربند پخلی وکړ او ويلي، اوربند به د جمعې سهار ۲ بجو باندې پر ځای کيږي.
د اسرايلو په اعلاميه کې د اوربند دايريدو نيټه نده ذکر شوې.
ويل کيږي د امريکا ولسمشر جو بايډن فشار او غوښتنې او هم د مصر، قطر او ملګرو ملتونو په منځګړتوب اوربند رامينځته کيدو ته لار پرانيستې.
د امريکا ولسمشر ويلي، له تيرو ۱۱ ورځو راهيسې يې ۶ وارې له اسرايلو ولسمشر بينجامين ناتانياهو سره ټليفوني خبرې کړي.

Israel and Hamas have agreed to cease fire across the Gaza Strip. Source: LightRocket
ښاغلی وايي، همدا خبرې وې چې اوربند ته يې لار پرانيستله.
"مونږ له اسرايلو، فلسطيني چارواکو، مصر او نورو مينځني ختيځ هيوادونو سره په لوړه کچه په دوامداره توګه خبررو کې بوخت وو."
ښاغلی بايډن وايي، امريکا د اسرايلو له ځان څخه دفاع کولو او بله خوا د فلسطينيانو ثبات دواړو څخه ملاتړ کوي.

File photo: Benjamin Netanyahu speaks at the 72nd session of the United Nations General Assembly in New York City on 19 September 2017. Source: AAP
د اسرايلو او فسطين اورپکو ډلو ترمينځ نښته د می مياشت په ۱۰ نيټه پيل شوه او تر دې دمه ۲۳۲ فسلطينيان وژل شوي چې پکې ۶۵ ماشومان شامله دي او له ۱۹۰۰ ډير ټپيان شوي.
بله خوا د حماس او اسلامي جهاد ډلې راکيټي بريدونو کې ۱۲ اسرايلي وژل شوي چې پکې ۲ ماشومان شامله دي او سلګونه نور اسرايلي ټپي شوي.