د آکسټ د میاشتې په ۳۰مه نېټه د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د بومي آسټرالیایانو د غږ ټولپوښتنې نېټه اعلان کړه. ښاغلي البنیزي په اډېلېډ ښار کې اعلان وکړ چې د غږ ټولپوښتنه به د روان کال د اکټوبر د میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره شي.
د ټولپوښتنې د نېټې له اعلان وروسته، یو زیات شمېر آسټرالیان غواړي پوه شي چې په ټولپوښتنه کې رایه اچونه جبري ده او که نه؟
د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون کمېشنر، ټام راجز وايي د قانون پر اساس ټول هغه آسټرالیایانو چې له ۱۸ کلونو لوی عمرونه لري باید په ټولپوښتنه کې رایه ورکړي.
که چېرې تاسو رایه ور نه کړئ، نو تاسو به د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون (AEC) څخه یو لیک ترلاسه کړی او له تاسو به غوښتنه وشي ترڅو تاسو تشریح کړئ چې ولې مو رایه نده ورکړې، که نه تاسو ممکن جریمه شئ.
د رایې ورکولو په ورځ، د رایې ورکولو ځایونه معمولاً په محلي ښوونځیو، کلیساګانو او د ټولنې په تالارونو، یا عامه ودانیو کې موقعیت لري او د رایې ورکولو د دې ځایونو آدرس کولای شئ، د ټاکنو کمیسیون له وېب پاڼې څخه پیدا کړئ.
لا ډېر ولولئ

د نیډاک اوونۍ: 'په پارلمان کې غږ' څه معنی لري؟
ښاغلی راجرز وايي: " لارښوونې ساده دي - که چېرې آسټرالیایان ډاډه ندي چې د نوم لیکنې حالت یې څرنګه دی، دوي باید د ټاکنو کمیسیون له وېب پاڼې څخه لیدنه وړي او ډاډ ترلاسه کړي چې معلومات یې اپډېټ دي."
هغه وايي، اوسمهال ۹۷.۵ سلنه په شرایطو برابرو آسټرالیایانو د رایې اچونې لپاره نوم لیکنه کړې ده.
"هر ډول فدرالي ټولپوښتنه د هېواد لپاره د پام وړ شیبه ده، او هغو رایه ورکوونکي چې نوم لیکنه نده کړې، تاسو به ونشئ کولای رایه ورکړئ."
"مهمه ده ترڅو د ټولپوښتنې په اهمیت پوه شئ - له تېرې ټولپوښتنې ۲۴ کاله تېرېږي، نو داسې ډېر کسان به اوسي چې نابلده دي او باید ځان آشنا کړي."
له وخت مخکې رایه اچونه څه وخت پیلېږي؟
په شرایطو برابر کسان کولای شي، د ټولپوښتنې له ورځې مخکې خپله رایه ورکړي.
په نیو ساوت وېلز، وېکټوریا، لویدیځې آسټرالیا، تزمانیا او شمالي سیمې کې له وخت مخکې د رایې اچونې مرکزونه د اکټوبر په دویمه نېټه پیلېږي. مګر په سویلي آسټرالیا، کوینزلنډ او مرکزي سیمه کې د دوشنبې له عمومي رخصتۍ وروسته مرکزونه خلاصېږي.
همدا راز په شرایطو برابر کسان کولای شي، د پوستي خدمتونو له لارې خپله رایه و استوي، مګر د دغه ډول رایه اچونې نېټه تر اوسه نده معلومه شوې.