د امريکا ځانګړو ځواکونو عملياتو کې د دايش اورپکې ډلې مشر ووژل شو

سوريه د امريکا په يو پيچلي هوايي او ځمکني بريد کې د دايش ډلې مشر په نښه شوی او ګڼ شمير ملکي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دايش اورپکې ډلې مشر ابو ابراهيم ال هاشمي ال قريشي وژل کيدل يادې ډلې لپاره يوه ستره ضايع ګڼل کيږي.

Red tape is extended and objects are set on fire, around the hous in which the leader of Islamic State (IS) group Amir Mohammed Said Abd al-Rahman al-Mawla died, during an overnight raid by US special forces, in the town of Atme in Syria's northwestern pr

The house in which Islamic State leader Abu Ibrahim al-Hashimi al-Qurashi died, during an overnight raid in the Syrian town of Atme. Source: AFP

سوريه کې د امريکا ځانګړو ځواکونو په بريد کې د دايش ډلې مشر ابو ابراهيم وژل کيدو وروسته د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان وکړ چې نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ لرې شو.

د امريکا ځانګړو ځواکونو شپې لخوا د هليکوپتر کارولو سره د دايش ډلې مشر پر اوسيدو ځای بريد وکړ او ويل شوي چې نوموړی د چاودنو له امله وژل شوي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن وويل، د دايش ډلې مشر وژلو لپاره يې د پياده پوځيانو بريد ته ځکه ترجيح وکړه چې له هوايي بريد سره کيدای شي ډيرو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وای.

ياد بريد کې امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د ابو ابراهيم ال هاشمي ال قريشي وژل کيدل دايش ډلې لپاره لپاره ستره ضايع ګڼل کيږي.

لدې وړاندې په کال ۲۰۱۹ کې د امريکا ځانګړو ځواکونو په ورته سيمه يعنې ايلديب کې د دايش ډلې پر پخواني مشر ابوبکر ال بغدادي بريد وکړ او نوموړی ووژل شو.

ښاغلي بايډن وويل، تيره شپه په يو پوځي عملياتو کې د ترهګرو يو ستر مشر ووژل شو، او لدې سره نورو ترهګرو ته په ټوله نړۍ کې پيغام واستول شو چې مونږ تاسو پسې راځو او پيدا کوو او تاسو پيدا کوو.
Abu Ibrahim al-Hashimi al-Qurayshi, the leader of the Islamic State group. President Joe Biden that al-Qurayshi has been killed in Syria
Abu Ibrahim al-Hashimi al-Qurayshi, the leader of the Islamic State group. President Joe Biden that al-Qurayshi has been killed in Syria Source: CTC Sentinel
د امريکا ولسمشر د ياد خبر په خپرولو کې دا هم تاييد کړه چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ملکي کسانو چې پکې کورنۍ او ماشومان هم شامله دي مرګ ژوبله اوښتي.

ښاغلي وويل، کله چې امريکايي پوځيان د ياد ترهګر نيولو ته نږدې شول، نو هغه خپل ځان ته چاودنه ورکړه او خپل کورنۍ او يادې ودانۍ کې د نورو ژوند يې هم واخيست.

ويل کيږي چې د دايش ډلې مشر د ودانۍ پاس منزل کې ځان ته چاودنې ورکولو سره خپل کورنۍ غړي هم وژلي.
IS leader died in Syria
IS leader died in Syria Source: AP
د امريکا حکومت د دايش ډلې مشر په اړه معلوماتو ورکوونکي ته د ۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو جايزه ټاکلې وه.

سوريه کې د بشر حقونو څار ادارې ويلي، په بريد کې له ۱۳ وژل شوو کسانو څخه ۷ ملکيان او ۴ ماشومان ول.

ولې بيا پنټګان وايي، بريد کې درې ملکيان وژل شوي.

ګاونډ کې خلکو ويلي، د زيتونو ونو کې پټ پدې کور کې د دايش ډلې مشر اوسيدل دوی حيران کړي.

 

 


شریکول
خپور شوی 4/02/2022 په 12:53pm
سرچینه: AFP, SBS