د اسټراليا حکومت وايي، نړيوال سفرونه د روان کال پای کې پيليږي

د اسټراليا سياحت وزير ډان تيهان وايي، د اسټراليا سرحدونه به تر کريسميس پورې پرانيستل شي.

Signage at Sydney International Airport in Sydney, Wednesday, September 8, 2021.

Signage at Sydney International Airport in Sydney, Wednesday, September 8, 2021. Source: AAP

د اسټراليا سياحت وزير ښاغلي ډان تيهان وايي، د اسټراليا سرحدونه به د روان کال ډيسيمبر مياشت کې پرانيستل شي.

اسټراليا کې د واکسين شوو کسانو شمير په ډيريدو سره حکومت ډاډ ترلاسه کړی ترڅو خطر کچې کمولو وروسته خپل پولې پرانيزې او نړيوال سفرونه پيل شي.

حکومت وايي، په پام کې لري ترڅو واکسين شوو کسانو ته پاسپورټونه هم ورکړي چې بهر ته سفر کولو وروسته دوی چې کله بيرته خپل هيواد ته راستانه کيږي نو په هوټلونو کې قرنطين نشي.

د اسټراليا حکومت په پام کې لري چې د نفوس ۱۶ کلونو څخه ډير عمر لرونکو کسانو ۸۰ سلنه د کرونا ويروس ضد واکسين دوه ډوزه واخلي، له هغې وروسته نړيوال سفر کولو ته اجازه ورکوي.

دا پدې معنی هم ده چې د اسټراليا طبي خوړو ادارې لخوا منظور شوو واکسينو اخيستلو سره کله چې اسټراليايان له بهر څخه بيرته اسټراليا ته راستانه کيږي نو هغوی کولی شي خپل کورونو کې قرنطين شي.

ښاغلي وويل، زه هغه ټول اسټراليايان احساسوم کومو چې سږ کال هم بهر ته سفر کولو چانس ترلاسه نه کړ، ولې اوس مهمه ده ترڅو ډير خلک واکسين شي او محدوديتونه لرې شي.

ښاغلي وويل، د اسټراليا ملي پلان له مخه که چيرې د اوس واکسين ترلاسه کولو رقم همداسې روان وي نو تر کريسميس پورې نړيوال سفرونه پيل کيږي.

يوه خبر چې لا تر اوسه روښانه نده، داچې اسټراليايانو ته به کومو هيوادونو ته سفر کولو اجازه ورکړل شي.
Australia's Trade Minister Dan Tehan.
Australia's Trade and Tourism Minister Dan Tehan Source: AAP
اوس وخت کې له ۴۵ زرو ډير اسټراليايان بهر کې بند پاتې دي او اسټراليا ته راتګ کوښښ کوي، له ياد شمير کسانو څخه ۴۷۰۰ يې زیان منونکی.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن امريکا کې له خبريالانو سره خبرو دوران کې وويل، اسټراليا به نړيوال سفر د حالت نورماله کيدو سره ژر پيل کړي.

ښاغلي وويل، واکسين شوو کسانو لپاره به اسټراليا ته سفر کولو لارې پرانيستل شي.

 

 


شریکول
خپور شوی 23/09/2021 په 4:57pm
لخوا Dijana Damjanovic
سرچینه: SBS News