تمه کیږي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د هند نفوس له چین څخه زیات شي او د نړۍ ترټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد به شي.
هند اوسمهال ۱.۳۹ میلیارده نفوس لري، په داسې حال کې چې د چین نفوس ۱.۴۱ میلیارده کسانو ته رسېږي.
په هند کې هر ورځ ۸۶ زره او په چین کې هره ورځ ۴۹ زره نوي ماشومان پیدا کېږي، له همدې امله به په روان کال کې د هند نفوس له چین څخه زیات شي.

.هند اوسمهال ۱.۳۹ میلیارده نفوس لري Source: AP
د چین کمونیستي ګوند په ۱۹۸۰م کال کې "د یوه ماشوم پالیسي" وضع کړې وه ترڅو د نفوس د زیاتوالي سرعت کم کړي.
سره لدې چې یاده پالیسي په ۲۰۱۶ کال کې لغوه شوې، تر اوسه هم د نفوس زیاتوالي سرعت په چین کې د هند په پرتله کم دی.
لا ډېر ولولئ

د هند د کلکتې ښار پښتانه وپېژنئ
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.