هند له افغانستان سره د کوويډ-۱۹ واکسين ۵۰۰،۰۰۰ قطرو مرسته کوي

هند د افغانستان په ګډون خپل ګاونډي هيوادونو سره د کرونا ويروس واکسين مرسته کول پيل کړل.

In this photo illustration the medical syringe is seen with AstraZeneca company logo displayed on a screen in the background (Photo by Rafael Henrique / SOPA Images/Sipa USA)

Australia's medical regulator has given the AstraZeneca vaccine a green signal for use. Source: AAP

هند له خپل ګاونډي هيوادونو سره د ميليونو په شمير د کوويډ-۱۹ واکسين مرسته کول پيل کړل.

هند دا مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس لپاره په ډير شمير سره واکسين جوړوي او خپل لدې توان سره غواړي ګاونډي هيوادونو ته واکسين ورکړي ترڅو خپلو اړيکو لا ښه ساتلو کې ورسته مرسته وکړي.

هند نيپال هيواد ته د يو ميليون، بنګله ديش ته ۲ ميليونه، مالديف ته ۱۰۰،۰۰۰، او بوټان ته ۱۵۰،۰۰۰ ډوزه واکسين مرستې اعلان وکړ.

هند حکومت ويلي چې مرسته شوي واکسين به تر جمعې ورځ پورې يادو هيوادونو ته استول کيږي.

انګلستان کې جوړ شوې استرا زينيکا واکسين په هند کې هم په ډير شمير سره توليد کيږي او هند همدا واکسين خپلو ګاونډو هيوادونو سره مرسته کوي.

هند غواړي ترڅو په سيمه کې د چين هيواد اغيزو کنټرول لپاره له خپلو ګاونډو هيوادونو سره نږدې اړيکې ولري.

هند له افغانستان ته د ۵۰۰،۰۰۰ واکسين قطرو مرسته کوي او د حکومت په وينا د هند دا مرسته له افغانستان سره ښه نيت له مخه ترسره کيږي.

هندي چارواکو ويلي لا ترر اوسه پاکستان ورڅخه د واکسين مرستې غوښتنه نده کړې.

بله خوا د روسيې هيواد ديپلوماتو ويلي، چې افغانستان حکومت په پام کې لري ترڅ روسيې لخوا جوړ شوی د کرونا ويروس سپوتنيک واکسين ترلاسه کړي او پر خپلو خلکو يې وکاروي.

دا مهال د دواړو هيوادونو چارواکي روسيه کې جوړ شوي واکسين شمير او هم ليږد پر چارو خبرې کوي.

 


شریکول
خپور شوی 26/01/2021 په 12:31pm
اپډیټ شوی 26/01/2021 په 12:41pm