د اسټراليا مهاجرت توقيف ځای کې بند افغان کډوال ته حلال خواړه ندي ورکړل شوي

يو افغان کډوال چې دا مهال د اسټراليا برزبن ښار کې د مهاجرت ترانزيت ساتلو مرکز کې بند دی محکمې ته شکايت وړاندې کړی.

A warning sign on the fence of the Brisbane Immigration Transit Accommodation, where a number of Medevac transferees are held.

A warning sign on the fence of the Brisbane Immigration Transit Accommodation, where a number of Medevac transferees are held. Source: AAP

د اسټراليا برزبن ښار کې بند يو افغان کډوال پر اسټراليايي حکومت نيوکې کړي چې ګواکې دوی ته حلال خواړه نه برابروي.

افغان کډوال چې له اسټراليا څخه بهر اسټراليايي توقيف ځای پاپو نيو ګيني کې بند وه په کال ۲۰۱۹ کې درملنې لپاره اسټراليا ته راوستل شوې او تر اوسه اسټراليايي ټولنې ته ندی خوشې شوی.

ښاغلي چې کلونه يې پاپو نيو ګيني کډوالو توقيف ځای کې تير کړي محکمې ته يې په اسټراليا کې خپل ژوند کولو او سختيو جزيات وړاندې کړي.

افغان کډوال محکمې ته ويلي، د اسټراليا دولت يې سمه درملنه نده کړې او حلال خواړه يې ورته ندي برابر کړي چې له همدې امله يې تر اوسه يوازې شيدې او وچه ډوډی خوړلې.

افغان کډوال چې ۳۶ کاله عمر لري د اسټراليا کورنيو چارو او مهاجرت پخواني وزير پيټر ډاټون خلاف شکايت وړاندې کړی.

" زما اسټراليا ته راوړلو مقصد درملنې ترلاسه کول ول ولې زما درملنه نه کيږي، نو ځکه نور نه غواړم چې توقيف کې بند پاتې شم."

ياد افغان ۸ کاله کيږي چې د اسټراليا کډوالو توقيځ ځايونو کې وخت تيروي او له بند کيدو وروسته ورته د سر درد، د نس درد، د غاښو ستونزې، او ژور خپګان ناروغيانې پيدا شوي.

د ياد افغان او لسګونو نورو کډوالو په استازيتوب يو وکيل ډينيل ټيلر محکمې ته شکايت وړاندې کړی.

ښاغلی وايي، " د ټولو کډوالو يوه غوښتنه ده هغه داچې دوی غير قانوني توقيف شوي دي.

تر اوسه نوموړي د ۱۳۰ کډوالو چې درملنې لپاره اسټراليا ته راوستل شوي شکايتونه محکمې ته وړاندې کړي.

تير کال سپټمبر مياشت کې د مسلمانانو کډوالو يوې ډلې حکومت پر وړاندې يې د بشر حقونو او پناه غوښتونکو منابعو مرکز ته شکايت وړاندې کړ او يادو کډوالو ادعا وکړه چې يو کال لپاره يې دوی ته داسې خواړه ورکړي ول کوم چې حلال سرټيفيکيټ يې نه وه.

د اسټرلايا مهاجرت ادارې وياند اس بي اس نيوز ته استول شوي پيغام کې ويلي، " ټول بندي کسانو ته د هغوی کلتور سره سم خواړه ورکول کيږي چې په هغو کې حلال خواړه هم شامله دي او بله خوا روژې مياشت کې هم په وخت هغوی ته خواړه ورکول کيږي.

"داچې اوس محکمه دا مسله څيړي نو مناسبه نده چې يوې ځانګړې پيښې په اړه نظر ورکړل شي."

 


شریکول
خپور شوی 3/04/2021 په 8:46pm
لخوا Maani Truu