نيوساوت ويلز کې سيلاونو کې بند پاتې سلګونه کسان ژغورل شوي، بله خوا روان ورښتونه به درې ورځې نور دوام وکړي

نيو ساوت ويلز ايالت له څو ورځو راهيسې د سختو ورښتونو لمن کې دی. د ياد ايالت ډيرو سيمو کې سيلاونو راوتلو سرهه خلکو ته زيانونه اوښتي. د نيو ساوت ويلز ايالت ختيځو سيمو کې د سيلاونو له امله په کورونو او موټرو کې بند پاتې سلګونه کسان ژغورل شوي.

The swollen Parramatta river is seen breaking it’s banks at the Charles St ferry wharf, at Parramatta in Sydney, Saturday, 20 March, 2021.

The swollen Parramatta river is seen breaking it’s banks at the Charles St ferry wharf, at Parramatta in Sydney, Saturday, 20 March, 2021. Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت له خطرناک موسم سره مخ دی او سيدني ښار کې تيز باران له امله ګڼو ځايونو کې سيلاونه راوتلي.

يوازې تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا بيړنيو خدمتونو ادارې څخه مرستې غوښتنې لپاره له ۱۰۰۰ ډيرو کسانو ټليفون کړی.

د هوا پيژندې ادارې چارواکي وايي، ډيرو ځايونو کې سيلاونه راوتلي او تر راتلونکې سه شنبې ورځ پورې به پرلپسې باران کيږي.

د سيلاونو خطر له امله د نيو ساوت ويلز ايالت ځينو سيمو اوسيدونکي له کورنو ويستل شوي او امن ځایونو وړل شوي.

چارواکي سپارښتنه کوي چې د سيدني لوی ښار اوسيدونکي له غير ضروري سفر کولو څخه ډډه وکړي او د ټيټو سيمو اوسيدونکي چې له د سيلاونو راوتلو له خطر سره مخ دي، خپل کورونو څخه دې ووځي او امن ځايونو کې ځانونه خوندي کړي.

لا ډيرو معلوماتو لپاره ۱۸۰۰۲۲۷۲۲۸ شميرې سره په اړيکه کې شئ.

 

 


شریکول
خپور شوی 20/03/2021 په 1:08pm
اپډیټ شوی 20/03/2021 په 3:49pm
سرچینه: AAP, SBS