افغانستان کې بند پاتې د اسټرالیايي ځواکونو پخوانيو کارکوونکو د بشري ویزو موده وغځول شوه

د هغو زرګونو افغانانو چې له اسټرالیايي ځواکونو سره یې کار کاوه د بشري مرستو موقتي ویزې تمدید کيږي.

Afghans who helped Australian forces as certified local workers under the government will have their temporary humanitarian visas extended.

Afghans who helped Australian forces as certified local workers under the government will have their temporary humanitarian visas extended. Source: Australian Department of Defence

هغو افغانانو ته چې د استرالیايي ځواکونو سره یې مرسته کړې او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي، موقتي بشري ویزې به وغځول شي.

د ویزو د تمدید دوامداره پریکړه کې د دفاع وزارت، بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت او د آسټرالیا فدرالي پولیسو سره تصديق شوو کار کوونکو او ژباړونکو ويزې شامله دي.

فدرالي حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې د استرالیا له حکومت سره په نورو ظرفیتونو کې کار کړئ، او د هغوی کورنۍ چې موقتي بشري ویزې ورکړل شوي دي.
Afghans who helped Australian forces as certified local workers under the government will have their temporary humanitarian visas extended.
یک دختر خردسال در جریان تظاهراتی در شهر بریزبین که در آن جوامع قومی خواستار افزایش تعداد ویزه‌های بشردوستانه برای اتباع افغانستان شدند. Source: AAP
د اګست میاشت راهيسې د افغانستان د کړکیچ په جریان کې له ۵،۶۰۰ څخه ډیر لنډمهاله بشري ویزې ورکړل شوې.

بله خوا څه دپاسه ۳۵۰۰ افغان موقتي بشري ویزې اخیستونکي افغانان استرالیا ته رسيدلي او ميشتيدنه يې روانه ده.

د مهاجرت وزیر الیکس هاک پر طالبانو غږ کړی چې د هغو کسانو مخې ته بايد خنډ جوړ نه کړي کوم چې غواړي له افغانستانه ووځي.

هغه په یوه بیان کې وویل، «آسټرالیا تمه لري چې طالبان به خپلې ژمنې وساتي چې د اسټرالیايانو او افغان ویزو لرونکو افغانانو ته اجازه ورکړي چې په خوندي توګه له افغانستانه ووځي، هرکله چې دوی وغواړي.

"موږ د دې لپاره له نړیوالو ملګرو هيوادونو سره کار ته دوام ورکوو."

مګر پرته له اسټراليا حکومت پخوانيو کار کوونکو نورو افغانانو ته چې د اسټراليا لنډمهاله ويزې ورکړل شوي او لا تر اوسه افغانستان او يا نورو ځايونو کې بند دي د هغوی ويزو موده نه غځول کيږي.

د اسټراليا مهاجرت وزير وايي، ياد کسان چې د اسټراليا بلې بشري ويزې ته غوښتنليک سپاري نو حکومت دوی ته لومړيتوب ورکوي.

 دغو کسانو ته به د استرالیا د بشردوستانه او د کډوالو د اخستلو د پروګرام له مخې لومړیتوب ورکړل شي.

حکومت وویل چې لومړنی لومړیتوب به زیانمنونکي او ځورول شوي اقلیتونو، ښځو او ماشومانو او هغو کسانو ته ورکړل شي چې له آسټرالیا سره اړیکې لري.

ښاغلي هاوک زیاته کړه، "حکومت به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او د مخ پر ودې بشري وضعیت په اړه خبرتياوو ته دوام ورکړي."


شریکول
خپور شوی 18/11/2021 په 1:22pm
اپډیټ شوی 18/11/2021 په 1:42pm
سرچینه: AAP, SBS