څرنګه کولای شئ، د نیو ساوت وېلز ایالت په ټاکنو کې رایه ورکړئ؟

د راتلونکې شنبې په ورځ (د مارچ ۲۵مه) په نیو ساوت وېلز ایالت کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي، ترڅو ددغه ایالت اوسېدونکي د پارلمان لپاره د خپلې خوښې استازي و ټاکي.

ELECTION22 REID

More than 5.4 million people are eligible to vote in NSW. Source: AAP / DEAN LEWINS/AAPIMAGE

مهم ټکي:
  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې په شرایطو برابر کسان باید د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي او په ایالتي او فدرالي پارلمان کې خپل استازي وټاکي.
  • د نیو ساوت وېلز ایالت د ټاکنو کمیسیون، د انګلیسي ژبې ترڅنګ د ټاکنو په اړه مهم معلومات په ۲۰ نورو ژبو هم خپروي.
  • په راتلونکو ټاکنو کې خلک نشي کولای آنلاین رایه ورکړي.
د اوسني لومړي وزیر ډومینیک پیروټیټ په مشرۍ ، ائتلافي حکومت هڅه کوي ترڅو د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټي.

په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي پیروټېټ اصلي مخالف د دغه ایالت د کارګر ګوند مشر، کریس منز دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان دوه جرګې لري چې د دغه ایالت د استازو او سنا (مشرانو) جرګو په نومونو یادېږي.
د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي کې خپلې رایې کارولی شي.

که چېرې یو څوک نشي کولای د رایو مرکزونو ته د رایې ورکولو لپاره ولاړ شي، په شرایطو برابر کسان کولای شي ورکړي.

د پوستي رایې اچوونې پاڼه باید د مارچ د ۲۰ نېټې تر ۵ بجو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورسېږي او د اپریل د میاشتې تر ۶ نېټې و شمېرل شي.

په راتلونکو ټاکنو کې خلک نشي کولای آنلاین رایه ورکړي.
NSW LABOR POLICE KEY ELECTION ASKS
Chris Minns took on the NSW Labor leadership in June 2021. Source: AAP / BIANCA DE MARCHI/AAPIMAGE
د ټاکنو په ورځ رایه اچونه - د مارچ ۲۵مه

د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي کولای شي د راتلونکې شنبې په ورځ، له ۲۴۵۰ څخه په زیاتو ټاکنیزو مرکزونو کې خپله رایه وکاروي.

د ټاکنیزو مرکزونو دراوزې به د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۶ بجو خلاصې وي.

د رایې ورکولو په اړه معلومات پر ویب پاڼه پیدا کولای شئ.

د رایې ورکولو مرکز ته د ننوتلو پرمهال به کارمندان له رایه ورکوونکو د نوم او آدرس پوښتنه وکړي.

یو ځل چې د رایې ورکوونکي معلومات تایید شي تر هغه وروسته د رایې ورکولو پاڼه ورکول کېږي.
NSW Premier Dominic Perrottet
NSW Premier Dominic Perrottet. Source: AAP / Bianca De Marchi

رایه ورکول اجباري دي

په نیو ساوت وېلز ایالت کې رایه ورکوونه د هغو کسانو لپاره اجباري ده چې په شرایطو برابر دي.

هغه کسان چې خپله رایه نه کاروي کېږي.

که چېرې تاسو بې‌ کوره، معیوب یا له هېواد څخه بهر یا بل ایالت کې یاست څرنګه رای ورکولی شئ؟

هغه کسان چې مشخص آدرس نلري یا بې کوره دي، باید د نورو کسانو په څېر نوم لیکنه وکړي او رایه ورکړي.

که چېرې یو کس بې‌ کوره، معیوب یا له هېواد څخه بهر یا بل ایالت کې وي او رایه ورنکړي نو نه جریمه کېږي.

که چېرې یو څوک معیوب وي، کولای شي له وخت مخکې، د تلیفون یا پوستي خدمتونو له لارې رایه ورکړي.

که چېرې، او نشي کولای د ټاکنو پر ورځ رایه ورکړي، کولای شي له ټاکنو مخکې خپله رایه ورکړي.

که چېرې یو څوک کې وي، کولای شي د پوسټ له لارې خپله رایه وکاوري.

په مختلفو ژبو معلومات

د نیو ساوت وېلز ایالت د ټاکنو کمیسیون، د انګلیسي ژبې ترڅنګ د ټاکنو په اړه هم خپروي.

د رای ورکولو په ورځ او له هغې مخکې د رای ورکولو په مرکزونو کې داسې کسان پر دندو ګمارل کېږي چې په نورو ژبو خبرې کوي.

که چېرې یو څوک له یادو ۲۵ ژبو پرته په نورو ژبو خبرې کوي، کولای شي ټلیفوني ترجماني خدمتونو ته لاسرسی ولري.

د رای ورکولو مرکزونو کارکوونکي کولای شي، رای ورکوونکي د ترجمانۍ له خدمتونو سره وصل کړي.

که غواړئ، د رای ورکولو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ نو مهرباني وکړئ د نیو ساوت وېلز ایالت د ټاکنو د کمیسیون له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ یا هم ۷۳۶ ۱۳۵ ۱۳۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.

شریکول
خپور شوی 23/03/2023 په 10:15am
اپډیټ شوی 23/03/2023 په 11:32am
لخوا Nikki Alfonso-Gregorio, Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS