د اسټراليا يو سياسي ګوند د ۱۲۰ ميليونو ډالرو کمپاين وروسته يوازې د پارلمان يوه څوکۍ وګټله

د سیاسي ګوندونو کلنۍ مالي لږښت او له هغو سره مالي مرستو په کلني رپوټ کې ښايي چې د متحده آسټرالیا ګوند د نورو ټولو وړو او لويو ګوندونو په پرتله ډيرې پيسې مصرف کړي.

A man speaking at a lectern in front of microphones.

Clive Palmer's United Australia Party spent $120 million to win just one seat at the 2022 federal election. Source: AAP / Joel Carrett

د کلیو پالمر د متحده آسټرالیا ګوند (UAP) د ۲۰۲۲ کال فدرالي ټاکنو کې د ۱۲۰ ميليونو ډالرو په مصرف يوازې د پارلمان يوه څوکۍ وګټله.
دا پداسې حال کې ده چې کوچنيو ګوندونو او هم خپلواکو نوماندانو د پام وړ څوکۍ ګټلي.
بله خوا د اسټراليا دريم ترټولو بډايه شخص، انتوني پراټ کارګر ګوند ته ټاکنو بري ۲۴ ساعتونو کې دننه د ۱.۵ ملیونو ډالرو ورکړل.

د آسټرالیا د ټاکنو کمیسیون د ۲۰۲۱/۲۲ لپاره خپل کلنی راپور وړاندې کړي چې پکې دا هم ښودل شوي چې يوې کمپنی (Climate 200) د لیبرال تر واک لاندې څوکیو مقابل کې له نورو خپلواکو نوماندانو سره ۱۴ ميليونو ډالرو مرسته کړې.

د ټاکنو کميسيون خپل کلني رپوټ کې دا ښايي چې څنګه سياست برخې ته پيسې داخليږي او پدې کې ټولې هغه مرستې چې له ۱۴۵۰۰ څخه ډيرې دي رپوټ شوي.
AUSPOL PARTY SPENDING.jpg
د يونايټد اسټراليا پارتي (UAP) ته ۱۱۷ ملیونه په مستقیم ډول د ښاغلي پالمر شرکت څخه ترلاسه کړي او د هغې سربيره ۵۰ ميليونه او نورر ۳۰ ميليونه په انفرادي ډول له ياد ګوند سره ټاکنو کمپاين لپاره مرسته شوې.
LISTEN TO
Australia's Political System image

د اسټراليا سياسي نظام په اړه څومره پوهيږئ؟

SBS Pashto

15:36
د اسټراليا په تاريخ کې لومړي ځل لپاره د يو سياسي ګوند لخوا ټاکنيز کمپاين لپاره دومره ډيرې پيسې مصرف شوي.

تيرو ټاکنو کمپاين دوران کې د اسټراليا دوه لويو ګوندنو هر يو ليبر ۱۱۳.۶ او ليبرال ګوند بيا ۱۰۰.۵ ميليونه ډالر مصرف کړي.

————————————————————————————زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ  ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 20/02/2023 په 11:19am
اپډیټ شوی 20/02/2023 په 12:55pm
لخوا Finn McHugh
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS