د اسټراليا حکومت ته امر شوی ترڅو هغو پناه غوښتونکو ته تاوان ورکړي د کومو شخصي او محرم معلومات د يادې ادارې لخوا ۷ کاله وړاندې خپاره شوي ول.
د معلوماتو کميشنر ويلي د مهاجرت ادارې د محرميت قانون څخه سر غړونه کړې او د پناه غوښتونکو معلومات يې په تيروتنې خپاره کړي.
هغه مهال ۹،۲۵۱ پناه غوښتونکي د اسټراليا مهاجرت ادارې په توقيف ځای کې بند ول.
د پناه غوښتونکو معلومات په کال ۲۰۱۴ کې غلطی سره د مهاجرت ادارې څخه پر خپل ويبپاڼه خپاره شول چې لدې سره ۹،۲۵۱ پناه غوښتونکي اغيزمن شوي.
د معلوماتو خپريدو څخه وروسته دا څرګنده شوې چې د مهاجرت دارې توقيف ځای کريسمس ايلند او هم اسټراليا کې دننه توقيف ځايونو کې څوک او کومو معلوماتو سره بند دي.
يادو معلوماتو کې د پناه غوښتونکو نوم، جنس، او ولې توقيف شوي او بل داچې مخکې چيرې توقيف شوي شامله ول.
د معلوماتو کميشنرې Angelene Falk ويلي، پناه غوښتونکو ته به د هغوی کيس يا قضيې ته په کتو تاوان ورکول کيږي.
بله خوا خپاره شوو معلوماتو کې نوم، د زيږيدو نيټه، تابعيت، ځای، او د کښتۍ راتګ معلومات شامله ول. معلوماتو کې دا هم وه چې پناه غوښتونکي څومره وخت په توقيف کې تير کړی.
د يادو معلوماتو خپريدو وروسته د ۱۲۹۷ پناه غوښتونکو په استازيتوب د اسټراليا حکومت پر وړاندې محکمې ته شکايت وړاندې شو.
د يادو معلوماتو خپريدو وروسته پناه غوښتونکو ته تاوان رسيدو ته په کتو هغوی ته له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۲۰،۰۰۰ څخه ډيره پيسه ورکول کيږي.
د تاوان ورکړې لپاره پينځه برخې نظر کې نيول کيږي.
له يادو معلوماتو خپريدو وروسته د پناه غوښتونکي تشويش يا انديښنې، ويره، درد، ځوريدنه، ناراحتي، سپکاوی او هغوی ته رواني يا ذهني ناروغي پيدا کيدل.
د پناه غوښتونکو په استازيتوب د Slater and Gordon حقوقي خدمتونو ادارې او د Refugee Advice and Casework Service په ګډه حکومت څخه د تاوان ورکړې غوښتنه وکړه.
د مهاجرت ادارې بيا په کال ۲۰۱۴ کې د يادې ادارې لخوا اغيزمن شوو پناه غوښتونکو ته ليک استولی او له هغو څخه يې بښنه غوښتې.
د پناه غوښتونکو شخصي معلومات د مهاجرت دارې پر ويبپانې ۸ ورځو لپاره شتون لاره.
پناه غوښتونکو لپاره تاوان ورکړې پريکړه او تګلاره به پر ۲۱ ژبو وژباړل شي ترڅو هغوی پر خپل حقونو پوه شي.
د تاوان ورکړې پروسه به يو کال وخت ونيسي.