د اسټراليا ويکټوريا ايالت مشر ډينيل انډريوس هغه تګلار وړاندې کړه د کوم له مخه چې ياد ايالت کې د کرونا ويروس شته محدوديتونه لرې کول غواړي.
د ملبورن ښار اوسيدونکي به دوو نورو اونيو لپاره همدې سختو قوانينو لاندې ژوند کوي ولې ځينو محدوديتونو کې نرمښت راځي.
ملبورن ښار او هم لرې پرتو سيمو څخه به محدوديتونه په پينځو پړاونو کې لرې کيږي او وروستي محدوديتونه به هغه مهال لرې شي کله چې په ۲۸ ورځو کې ياد ښار کې د کرونا ويروس هيڅ مثبت پيښه ثبت نشي.
د محدوديتونو لرې کولو وړانديز شوی پلان، او کوم محدوديتونه به لرې کيږي او کوم قوانين او تګلارې به په ځای پاتې کيږي، جزيات يې دادي.
لومړی پړاو
دا پړاو به راتلونکې يکشنبې شپې ۱۱:۵۹ بجو څخه چې د سپټمبر مياشت ۱۳ نيټه کيږي عملي کيږي. دا يوازې ملبورن ښار لپاره ده او د ويکټوريا ايالت لرې پرتو سيمو لپاره نده.
څه بدليږي:
- شپې لخوا کرفيو يا ګرځبند به له ۹ بجو شپې څخه پيل تر سهار ۵ بجو پورې لګول کيږي.
- له کوره بهر عامه ځايو کې دوه کسان سره راټوليدلی شي.
- له کوره بهر ورش کولو موده هم دوه ساعتو لپاره ډيره شوه او په ورځ کې دوه وارې يو کس کولی شي دوو ساعتونو لپاره ورزش وکړي.
- هغه کسان چې يوازې ژوند کوي کولی شي يو کس وټاکي ترڅو د هغه کور ته راشي او هم ورسره ټولنيزې ناستې ولري.
څه پر خپل ځای پاتې کيږي:
- د ماشومانو ساتنې مرکزونه يا چايلډ کيار تړلي پاتې کيږي
- زده کوونکي به انلاين له لارې زده کړه کوي
- له کوره کار کول به ادامه ولري ولې که خپل کار ځای څخه د کار کولو اجازه ولرئ بيا تاسې کار ته تللی شئ
- ميلمه پالنې ځايونه لکه رستورانتونه به يوازې ټيک اوې يا له رستورانت څخه خواړه اخيستل او بيا کور کې خوړلی شي
- د يو کور يوازې يو غړی کولی شي چې په يو وخت کې له کوره بهر ووځي او کور لپاره خواړو يا نور ضروري توکي وپيري يا واخلي
دويم پړاو
دا پړاو به ملبورن ښار کې د سيپټمبر مياشت ۲۸ نيټې وروسته عملي کيږي او پدې شرط چې په ۱۴ ورځو کې د کرونا ويروس نوو پيښو شمير د ۳۰ او ۵۰ کسانو مينځ کې وي.
د ويکټوريا ايالت لرې پرتو سيمو کې بيا دا پړاو د سيپټمبر مياشت ۱۳ نيټې شپې وروسته عملي کيږي.
ملبورن کې څه بدليږي:
- د کورنيو غړي کولی شي د پينځو کسانو په شمير له کوره بهر ووځي او هم سره راټول شي
- چايلډ کيار يا ماشومانو ساتنې مرکزونه پرانيستل کيږي
- د ښوونځي ۱ او ۲ ټولګيو زده کوونکي به ښوونځيو کې زده کړه کوي
- خلاص د لامبو حوضونه پرانيستل کيږي او هم شخصي ورزش ښوونکي ته د فعاليت اجازه ورکول کيږي
- مذهبي ځايونو کې ۵ کسانو ته راټوليدو اجازه ورکول کيږي او يو مذهبي مشر کولی شي لدې پينځو کسانو سره يوځای اوسي
د ويکټوريا ايالت لرو پرتو سيمو کې څه بدليږي:
- د ويکټوريا ايالت لرو پرتو سيمو د ښوونځي زده کوونکي به ټول بيرته ښوونځيو ته ځي او زده کړه کوي
- د ويښتانو جوړونکي يا سلماني به بيرته پرانيستل کيږي.
څه پر خپل حالت پاتې کيږي:
- ملبورن ښار کې به کرفيو يا ګرځبند پر خپل حال پاتې کيږي
- ويکټوريا ايالت کې دننه به څوک د سفر کولو اجازه ونه لري ولې هغه کسان چې اجازه لري هغوی بيا کولی شي سفر وکړي
دريم پړاو
دا پړاو د اوکتوبر مياشت ۲۶ نيټې وروسته داسې مهال عملي کيږي که چيرې ويکټوريا ايالت کې په ۱۴ ورځو کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير له ۵ څخه لوړ نشي، يعنې ملبورن ښار کې د کرونا ويروس ۵ پيښې چې منبع د ويروس اخيستلو معلومه نه وي او که لدې شمير څخه ډيرې پيښې ثبت شي بيا دا پړاو نه عملي کيږي.
ملبورن ښار کې څه بدليږي:
- کرفيو يا ګرځبند محدوديت لرې کيږي
- خلک به پرته له کوم دليل اجازه ولري ترڅو خپل له کوره بهر لاړ شي او هم هر چيرې چې سفر کول وغواړي پر هغې به محدوديت نه وي.
- له کوره بهر به ۱۰ کسان وشي کولی يو وخت کې سره راټول شي
- خلک کولی شي خپل کورونو کې ۵ کسانو پورې ميلمانه ولري
- د ۳ او ۱۰ ټولګيو زده کوونکي کيدای شي بيرته ښوونځيو ته زده کړې لپاره لاړ شي
- رستورانتونو کې بهر ناستې ځايونو کې تر ۱۰ کسان په يو وخت کې خواړه خوړلی شي
- د کاليو او نورو توکو دکانونه پرانيستل کيږي او هم سلماني يا ويښتو جوړولو ځايونه پرانيستل کيږي
- ودونو او جنازرو کې ۱۰ او ۲۰ کسانو پورې برخه اخيستلی شي
- بهر مذهبي ناستو کې تر ۱۰ کسانو پورې سره د مذهبي مشر يا امام په يو وخت کې راټوليدلی شي
- هغو سپورتونو ته اجازه ورکول کيږي کوم چې لوبغاړي له يو بل سره اړيکه نه نيسي او بيا هغه کسان چې عمرونه يې ۱۸ څخه کم وي هغوی بيا هر رنګه سپورت کولی شي
- له ويکټوريا ايالت څخه بهر نورو ايالتونو ته سفر کولو اجازه ورکول کيږي
د ويکټوريا ايالت لرو پرتو سيمو کې څه بدليږي:
- کرفيو او د ښوونځيو بيرته پرانيستل کيدو پرته نور ملبورن ښار حالت لرې پرتې سيمې هم لرلی شي
څه پر خپل ځای پاتې کيږي:
- د سينګار ځايونه بند پاتې کيږي.
- او له خلکو به غوښتل کيږي ترڅو له کوره کار وکړي
څلورم پړاو
دا پړاور د نومبر مياشت ۲۳ نيټې وروسته عملي کيږي او بايد په دوو اونيو کې ياد ايالت کې د کرونا ويروس هيڅ مثبت پيښه ثبت نشي.
دا پړاو ملبورن ښار او هم لرو پرتو سيمو باندې يو شان عملي کيږي.
- بهر ځايونو کې تر ۵۰ کسانو راټوليدلی شي
- د اسټراليا ټولو ايالتونو ته سفر کولی شئ
- په يو کور کې ۲۰ کسان راټوليدلی شي
- پوهنتونونه او تيف کې به زده کوونکي زده کړه پيل کوي او فيزيکي حضور به ولري
- رستورانتونو کې دننه به تر ۲۰ کسان وشي کولی يو وخت کې خواړه وخوري
- د کاليو دکانونه او هم د ساعتيری ځاينه به نورمال فعاليت پيل کړي
- خلک به د ټولو سپورتي لوبو کولو اجازه ولري
- ودونو او جنازو کې به تر ۵۰ کسانو برخه اخيستلی شي
- مذهبي راټوليدو ته به داخل او هم بهر کې اجازه ورکړل شي پدې شرط چې ټولنيز واټن مراعت کړي
- د کورنو کرايې ورکړې او يا هم اخيستل او پلورل به نورمال حالت ته راوګرځي
څه نه بدليږي
- که امکان ولري نو خلک هڅول کيږي ترڅو خپل کورونو څخه دې کار وکړي
د کرونا ويروس نورمال حالت
دا حالت به داسې مهال غوره کيږي چې ويکټوريا ايالت کې په ۲۸ ورځو کې د کرونا ويروس هيڅ يو مثبت پيښه ثبت نشي او نه هم فعاله پيښه شتون ولري، د اسټراليا نورو ايالتونو او سيمو کې هم حالت کابو وي.
څه بدليږي:
- ټولنه کې به هيڅ محدوديت نه وي او يوازې له خلکو به غوښتل کيږي ترڅو له يو بل څخه فاصله غوره کړي
- هغه کسان چې له کور څخه کار کوي هغوی ته به ويل کيږي ترڅو خپل دفتر يا کاري ځايو څخه دې کار کول پيل کړي
څه نه بدليږي:
- بهرني سفر کولو پر وړاندې به بنديز پر خپل ځای وي، معنی دا چې له بهر څخه به ويکټوريا ايالت ته هيڅ مسافرو راتګ ته اجازه نه ورکول کيږي
People in Australia must stay at least 1.5 metres away from others. Check your state’s restrictions on gathering limits.
If you are experiencing cold or flu symptoms, stay home and arrange a test by calling your doctor or contact the Coronavirus Health Information Hotline on 1800 020 080.
Readers seeking support and information about suicide prevention can contact on 13 11 14, on 1300 659 467 and on 1800 55 1800 (up to age 25).