په آسټرالیا کې مالي کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي او د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې نېټې دوام پیدا کوي.
د آسټرالیا فدرال حکومت تېره شپه د راتلونکي مالي کال بودیجه اعلان کړه. د ۲۰۲۴- ۲۰۲۵ مالي کال د بودیجې ګټونکي او بایلونکي په لاندې ډول دي:
د بودیجې ګټونکي څوک دي؟
مالیه ورکوونکي
د راتلونکي کال له پیل څخه حکومت د شاوخوا ۱۳ میلیونو مالیه ورکوونکو لپاره مالیه کموي ترڅو د ژوند د لګښتونو فشار کم کړي.
د آسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز ویلي چې په اوسط ډول به مالیه ورکوونکي په اوونۍ کې ۳۸ ډالره ګټه وکړي.
د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به ۱۹ سلنه مالیه ۱۶ سلنه ته او ۳۲.۵ سلنه مالیه ۳۰ سلنه ته راټیټه شي.
کورنۍ او کوچني کاروبارونه
د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به هره کورنۍ د برښنا په بیل کې ۳۰۰ ډالره تخفیف ترلاسه کړي.
د بویجې اسناد ښيي چې له ۱۰ میلیونو ډېرې کورنۍ به ۳۰۰ ډالره تخفیف ترلاسه کړي.
د آسټرالیا خزانه دار جیم چالمرز وايي: "موږ پوهیږو چې آسټرالیایۍ کورنیو او کاروبارونو دا درد احساس کړی - او له همدې امله موږ د مرستې لپاره ګام پورته کړی."
کوچني کاروبارونه به ۳۲۵ ډالره تخفیف ترلاسه کړي چې له کورنیو څخه زیات دی.
ځینې کرایه ورکوونکي
حکومت په بودیجې کې نږدې ۲ میلیارده ډالره د کرایه ورکوونکو د مرستې لپاره ځانګړې کړي ترڅو د کرایې د مرستې اعظمي کچه ۱۰ سلنه نوره هم لوړه شي.
تر دې وړاندې په سپټمبر میاشت کې هم حکومت د ۱۵ سلنه مرستې د زیاتوالي اعلان کړی و.

From 1 July, every Australian household will receive an energy bill rebate. Credit: AAP
د راتلونکي کال په بودیجې کې د ښځو د روغتیا لپاره له ۱۶۰ میلیونو ډالرو ډېرې پیسې ځانګړې شوي.
له ۵۰ میلیونو ډالرو ډېرې پیسې به د زېږون د پاملرنې او ۴۹ میلیونه به د پیچلو روغتیایي ستونزو په برخه کې مصرف شي.
زده کوونکي / زده کړیالان
حکومت به له ۳ میلیونو څخه د زیاتو آسټرالیایانو لپاره د زده کونکو پور کې ۳ ملیارده ډالر کم کړي.
دا به له هر هغه چا سره مرسته وکړي چې د لوړو زده کړو لپاره یې له حکومت څخه پور ترلاسه کړی وي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ۳۵۰ میلیونه ډالره د پوهنتون وړیا کورسونو ته د لاسرسي لپاره ځانګړې شوي.
ټرانسپورټي پروژې
د راتلونکي کال په بودیجې کې د آسټرالیا په بیلابېلو ایالتونو کې د یو شمېر پروژو لپاره هم بودیجه ځانګړې شوې ده. د بیلګې په توګه د برزبن او سن شاین کوسټ ترمنځ د ریل پټلۍ پروژه، د سیډني په لویدیځ کې د پروژو لپاره ۱.۹ میلیارده ډالره او په وېکټوریا کې د سړکونو پروژې.
د بودیجې بایلونکې څوک دي؟
جاب سیکر (JobSeeker)
د جاب سیکر په پیسو کې زیاتوالی په پام کې ندی نیول شوی. سره لدې چې له حکومت څخه څو ځلې غوښتنه شوې وه چې خلک د ژوند د لګښتونو بحران سره لاس او ګریوان دي.
د عامه خدماتو قراردادیان
حکومت به په څلورو کلونو کې د مشاورینو، قراردادیانو او د کارګرانو په ګمارلو باندې د خپلو لګښتونو په کمولو سره ۱ میلیارد ډالر خوندي کړي.
حکومت به د استخدام دویمه پلټنه هم وکړي ترڅو دا اندازه کړي چې د عامه خدمتونو ادارې د بهرنیو کارګرانو د لګښتونو د کمولو په برخه کې د حکومت ژمنې څرنګه عملي کوي.
پوهنتونونه
د نړیوالو زده کړیالانو د جذب لپاره به محدودیت وضع شي چې هر پوهنتون په کال کې څومره محصلین جذبولی شي.
د محصلینو اندازه به د هغه فورمول پر اساس ټاکل کېږي چې هر پوهنتون د زده کړیالانو د ملاتړ لپاره څومره استوګنځای جوړوي.
LISTEN TO

Cost of Living Secrets: Renting
SBS News
19:39
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.