نړۍ کې کرونا ويروس له ۳۳ زرو ډير کسان وژلي او د نړۍ ۴۰٪ نفوس قرنطين شوی
هسپانيه او ايټاليا کې هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ کسان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او نړۍ ۴۰ سلنه نفوس دا مهال قرنطين
شوی.
ډير کار پوهان اټکل کوي چې امريکا د نړۍ تر ټولو ډير ځپل کيدوونکی هيواد جوړيدلی شي.
امريکا کې د روغتيا برخې چارواکي وايي، کرونا ويروس ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ زرو کسانو پورې مړه کولی شي.
امريکا کې د امهال ۱۴۰۰۰۰ کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او ۲۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اوروپا او امريکا کې کرونا ويروس بيمارانو لپاره روغتونو کې اړين اسانتياوې د ختميدو حال کې دي او بله خوا د نړۍ اقتصاد هم له ستر بحران او نا معلوم حالت سره مخ دی.
نړۍ کې دا مهال ۷۲۰۰۰۰ کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او ۳۵۰۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه وکړی.
دلته اسټراليا کې چارواکي وايي، د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې کموالی هيله بښونکی دی ولې بيا هم اسټراليا کې د ياد ويروس خطر پر خپل ځای دی.
ايټاليا او هسپانيه کې د ورځې شاوخوا ۸۰۰ کسان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

worker cleans the street at the entrance to the Ifema Fair ground where a provisional hospital for coronavirus patients is set up in Madrid, Spain. Source: AAP
د يادو هيوادو چارواکي وايي چې لا اوس هم د مړينې او مبتلا کيدو څوکې ته ندي رسيدلي ولې په وروستيو کې د مړو او مبتلا کسانو شمير کې لږ کموالی هيله بښوونکی دی.
افغانستان کې پر کرونا مبتلا کسانو شمير ۱۴۵ تنو ته ورسيد او بله خوا بيا ګاونډ پاکستان کې دا شمير ۱۶۰۰ تنو ته رسيږي.
اسټراليا کې بيا پر کرونا مبتلا کسانو شمير۴۱۶۳ تنو ته ورسيد او ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.