نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير له ۲۵ ميليونو څخه ډير شو او د نړۍ هيوادونو يو ځل بيا ځيني محدوديتونه لګولي ترڅو د ياد ويروس لا ډير خپريدو مخه ونيسي.
يوازې په ۴ ورځو کې ۱ ميليون کسان په کرونا ويروس اخته شوي.
هند بيا په يوه ورځ کې د کرونا ويروس ۷۸،۷۶۱ نوو پيښو سره نړۍ کې نوی ريکارډ جوړ کړ ځکه په ۲۴ ساعتونو کې په دومره شمير نوې پيښې هيڅ هيواد نه وې ثبت کړې.
هند له ستر اقتصادي فشار سره مخ دی او د تيري اونۍ پای کې په ځينو محدوديتونو کې نرمښت راوستلو سره ياد هيواد کې پيښې ډيرې شوې.
د هند د کورنيو چارو وزارت په وينا، هند کې اوس په يو وخت کې ۱۰۰ کسان راټوليدلی شي ولې دا کسان بايد له يو بل سره فاصله ولري او هم مخ ماسکونه وکاروي.

An Indian health worker takes a nasal swab sample to test for COVID-19 during a door to door test drive in Gauhati, India. Source: AP
لدې وړاندې نيوزيليند او جنوبي کوريا هيوادونو د کرونا ويروس ختمولو اعلان وکړ، ولې څه موده وروسته دواړه هيوادونه يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راغلل او محدوديتونه ولګول شول.
جنوبي امريکا هيوادونه هم ډير ځپل شوي، يوازې برازيل هيواد کې تر دې دمه ۱۲۰،۰۰۰ کسان وژل شوي.
بله خوا بيا ټوله نړۍ کې کرونا ويروس ۸۴۳،۰۰۰ کسان وژلي او لا تر اوسه ياد ويروس لپاره واکسين جوړ او عامو خلکو باندې ندی ويشل شوی.

Protesters wear masks amid the COVID-19 pandemic in Brasilia, Brazil. Source: AP
نيوزيليند هيواد کې له نن وروسته ټول عامه ټرانسپورټ او الوتنو دوران کې خلکو باندې د مخ ماسک کارول جبري ګرځول شوي.