د نیو ساوت وېلز ایالت مشره ګلاډېس بریجیکلین د پارلمان له پخواني دریل مگوایر (Daryl Maguire) سره د خپلو اړیکو په افشا کولو کې پاتې راغلې ده له همدې امله د نىو ساوت وېلز ايالت د فساد پروړاندې خپلواکه اداره (ICAC) واىي چې دغه اداره به د کلاډيس برېجىکين په اړه د احتمالي عامه باور ماتولو په اړه تحقیقات وکړي.
آغلې بریجکلین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا خبره ورته ځورونکې ده چې اعلان وکړي، مګر هغه له استعفا پرته بل انتخاب نلري.
"زه پرته له دې چې د لومړي وزیر له دندې استعفا وکړم بله لاره نه لرم."
"زما استعفا به ژر تر ژره عملي بنه غوره کړي ترڅو د لیبرال ګوند وکولای شي نوي پارلماني مشر وټاکي ترڅو نوی مشر چارې پرمخ یوسي."
آغلې برېجکلين وايي د ټاکنو له کميسيون سره تر مشورې وروسته به د نيو ساوت وېلز اىالت له پارلمان څخه هم استعفا ورکړي.

د نيو ساوت وېلز ايالت مشره، ګلاډيس برېجيکلين Source: AAP