د اسټراليا د نيو ساوت ويلز ايالت پريمير خبرداری ورکړ چې که ياد ايالت کې لګول شوو محدوديتونو کې نرمښت راوستل شي نو د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې به ډيروالی وليدل شي.
اغلې پريميرې نن اعلان وکړ، چې راتلونکې جمعې ورځې څخه به نيو ساوت ويلز ايالت کې دوه کسان سره د ماشومانو يې کولی د يو بل کور ته لاړ شي.
لدې وړاندې حتی د کورنيو غړو چې په يو کور کې يې استوګنه نه کوله ددې اجازه نه درلوده ترڅو د يو بل کور ته ميلمستيا يا نورو موخو لپاره لاړ شي.
لدې وړاندې د نيو ساوت ويلز ايالت حکومت اعلان وکړ چې د ياد ايالت زده کوونکي به د مې مياشت ۱۱ نيټې څخه خپلو ښوونځيو ته زده کړې نورمال شکل سره ځي. د نيو ساوت ويلز حکومت وايي، د هرې مياشت پای کې به حالت ارزوي او ځيني محدوديتونو کمولو پريکړه کوي.
نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس ټيسټونو کچه پراخوي ترڅو ياد ايالت کې د کرونا ويروس کره شمير معلوم کړي. دا مهال که کوم کس د کرونا ويروس نښې ولري چې دا نښې زکام ورته دي نو دوی هم کرونا ويروس لپاره معاينه کيږي.
د نيو ساوت ويلز ايالت پريمير وايي، ځينو محدوديتونو کې نرمښت او د معاينې کچه لوړيدو سره به د کرونا ويروس پيښو کې ډيروالي راشي ولې دې ډيروالي ته د ياد ايالت روغتونونه چمتو دي او د اپريل مياشت کې يې نوي تدابير پر مخ اچولي کوم چې د هر حالت مبارزه کولی شي.
اسټراليا کې هغه کسان د کومو عمرونه چې له ۷۰ کالو ډير وي هغوی ته ويل شوي چې د محدوديتونو نرمښت سره بيا هم دوی دې کور کې پاتې شي.
د اسټراليا لويديځ او کوينزليند ايالتونو هم ځينو محدوديتونو کې نرمښت راوستئ ولې د ويکټوريا ايالت حکومت بيا وايي، د شته محدويدتونو نرمښت ته به د مې مياشت پر ۱۱ نيټه کتنه کوي.
د ويکټوريا ايالت پريمير په وينا، د کرونا وبا لا نده ختمه شوې او د ياد ايالت شته ستراتيژی ښې پايلې لرلي.

A worker leaves the Anglicare Newmarch House in Western Sydney. Source: AAP
د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ کړي.
sbs.com.au/coronavirus
اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او ځينو ايالتونو کې بيا له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.
د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي.
د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.
که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.