اسټراليا کرونا ويروس ضد واکسين په ۱.۷ ميلياردو ډالرو پيري

د اسټراليا حکومت اعلان وکړ که چيرې کرونا ويروس ضد دوو واکسينو ورستي پړاونه بشپړ شي نو حکومت به ۱.۷ ميليارده ډالر پانګونې سره واکسين ترلاسه او راتلونکي کال پيل کې پر عامو اسټراليايانو وکاروي.

Australian Prime Minister Scott Morrison meets with team member Gaby Atencio in the Analytical Laboratory during a visit to AstraZeneca laboratories in Sydney.

Australian Prime Minister Scott Morrison meets with team member Gaby Atencio in the Analytical Laboratory during a visit to AstraZeneca laboratories in Sydney. Source: Getty

د انګلستان اکسفورډ او هم د اسټراليا کوينزليند پوهنتون ساينس پوهان په ګډه کار کوي ترڅو کرونا ويروس ضد واکسين جوړ او ژر پر خلکو وکاروي. د کوينزلند او اکسفورډ پوهنتون واکسين د ازمايښت وروستي پړاو کې دی. 

د اسټراليا حکومت وايي، که چيرې دا واکسين خپل وروستي پړاو څخه بريالی ووځي نو حکومت به ۱.۷ ميليارده ډالر پانګونه کوي ترڅو د ياد واکسين ۸۵ ميليونه قطرې ترلاسه او پر عامو اسټراليايانو وکاروي.

د اسټراليا روغتيا وزير ګريګ هانټ وايي، "ډاډ لرم ترڅو د راتلونکي کال جنوری مياشت کې اسټراليا واکسين ترلاسه او پر خپلو خلکو يې وکاروي."

د انګلستان اکسفورډ او کوينزليند پوهنتونو ترمينځ هوکړه لاسليک شوې ترڅو اسټراليا وشي کولی خپله واکيسن توليد کړي.

د واکسين وروستي پړاو بريالي کيدو وروسته اسټراليايي کمپنۍ CSL به دا واکيسن په ملبورن ښار کې توليد کړي.

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي،" د واکسين ترلاسه کولو تړون له مخه به اسټراليا د نړۍ هغو لومړيو هيوادونو څخه وي کوم چې خوندي او ګټور واکسين ترلاسه کوي."

د CSL  کمپنۍ وايي، د اسټراليا لخوا د واکسين قطرو اخيستلو قرارداد له مخه هر يو اسټراليايي ته دوه قطرې واکسين ورکول کيږي.

د قرارداد له مخه اسټراليا به د بل کال جنوری او فبروری مياشت پورې ۳.۸ ميليونه قطرې واکسين ترلاسه کړي او د حکومت پلان له مخه به دا واکسين لومړی پړاور لې پر زړو کسانو او هم روغتيا کار کوونکو وکارول شي.

د روغتيا وزير هانټ په وينا، د ياد واکسين اخيستل به پر اسټراليايان جبري نه وي ولې حکومت غواړي ترڅو د اسټراليا د نفوس ډيره برخه دا واکسين ترلاسه او يا واکسين شي.

 

  په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي. په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 


شریکول
خپور شوی 8/09/2020 په 6:16pm
اپډیټ شوی 8/09/2020 په 7:09pm
سرچینه: AAP, SBS