له ۸ کلونو بند وروسته افغان کډوال او نورو ته د اسټراليا ويزې ورکړل شوې

د اسټراليا مهاجرت سختې پاليسې له مخه سلګونه کسان چې کلونه يې له اسټراليا څخه بهر مهاجرت توقيف ځايونو کې وخت تير کړی او بيا اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل شوي ول ځينو ته پدې وروستيو کې د اسټراليا ويزې ورکړل شوې.

Ahmad Zahir Azizi is a free man after spending eight years in detention.

احمدظاهر عزیزی، پناهجوی افغان، بعد از هشت سال بازداشت آزاد شده است. Source: Supplied/Ahmad Zahir Azizi

د اسټراليا مهاجرت توقيګ ځای کې له ۸ کلونو بند تيرولو وروسته افغان کډوال احمد ظاهر عزيزي ته د اسټراليا لنډمهاله ويزه ورکړل شوه.

د زرګونو کډوال برخليک له هغه وروسته ستونزو سره مخ شو کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسټراليا نوي حکومت راتګ سره داسې قانون رامينځته شو کوم چې کښتيو له لارې اسټراليا ته غير قانوني راغلو کډوالو نه قبلولو پريکړه وشوه او هماغه وو چې زرګونو کډوالو کلونه وخت په بند کېر تير کړ او ځيني يې لا اوس هم تيروي.

افغان کډوال ښاغلی عزيزي ملبورن په يو هوټل کې تربند وروسته په کرونا ويروس اخته او بيا ورته د اسټراليا لنډمهاله ويزه ورکړل شوه وايي، باور مې نه راځي چې زه له بنده آزاد شوی اوسم.

"زه اوس آزاد يم، زه له ۸ کلونو ډير وخت بندي وم، نن ازاد شوم او زه ډير خوښ يم."

ښاغلی عزيزي يو له څلورو کډوالو څخه دی چې ملبورن پارک هوټل کې بند او ورته د اسټراليا لنډمهاله ويزه ورکړل شوه. دا کسان به اسټراليايي ټولنه کې ازاد ژوند کوي ولې له نورو اتباعو هغوی سره ډيره مالي مرسته نه کيږي بلکې خپله به ډيره کې کار کوي.

ښاغلی عزيزي وايي، ډير کلونو يې بند کې تير کړل او داسې احساس يې کاوه چې کيدای شي ټول عمر يې بند کې تير شي.
Ahmad Zahir Azizi (left) thought he would spend his entire life in detention.
احمدظاهر عزیزی (راست) می‌گوید که او فکر می‌کرد تمام عمرش را در بازداشت می‌گذراند. Source: Supplied
شنبه په ورځ درې نور پناه غوښتونکي هم له ډير ځند بند څخه خوشې شول چې پکې ايراني الاصل شامل ول.

يو له خوشي شوي ايراني کډوال حميد خادمي وايي، ازادي يې ډيره خوښي ورکړې ولې اوس هم يې زړه له هغو نورو پناه غوښتونکو سره تړلی کوم چې اوس هم بند کې دي.

ښاغلی وايي، ۹ کاله بند وروسته ازادي ترلاسه کول نشم بيان کولی.

ښاغلی خادمي وايي، هوټل کې بند پاتې پناه غوښتونکي ورته لکه کورنۍ غړي ارزښت لري ځکه له هغوی سره يې ۹ کال يوځای ژوند تير کړی.
Hamed Khedami, 27, is a refugee from Iran.
حامد خادمی، پناهجوی ۲۷ ساله ایرانی می‌گوید که به مبارزه برای آزادی بازداشتی‌هایی که هنوز در بند هستند، ادامه می‌دهد. Source: Supplied
د يادو کډوالو خوشې کيدل داسې مهال کيږي چې د کډوالو توقيف په هوټل کې د کوويد-۱۹ پيښو رامينځته کيدو وروسته پر حکومت ډير فشار واچول شو ترڅو توقيف شوي کډوال ازاد کړي.

د The Refugee Action Collective اداره د يادو کډوالو خوشې کيدو هرکلی کوي ولې د نورو بندو پناه غوښتونکو خوشې کولو غوښتنه کوي.Rohingyan Don Khan came to Australia aged just 16



شریکول
خپور شوی 15/11/2021 په 12:53pm
لخوا Rayane Tamer
سرچینه: SBS News