Key Points
- د SBS پخوانۍ خبریاله په سمندر کې د کډوالو د کښتۍ ټکر له امله ډوبه شوه.
- هغه يوه تکړه خبرياله او زړه سوانده ميرمن وه
- .هغه د طالبانو راتګ سره مجبوره شوه چې افغانستان پریږدي
تورپيکۍ امرخېل پداسې حال کې خپل ژوند د ايټاليا په اوبو کې له لاسه ورکړ چې اسټراليا ته يې هم د بشري ويزې لپاره غوښتنليک سپارلی و.
عبدالله علي خيل د تورپيکۍ امرخيل پخوانۍ همکار چې په اسټراليا کې ميشت دی وايي، ده غوښتل ترڅو تورپيکۍ ته په اسټراليا کې پناه ورکړل شي.
د نوموړي په وينا له بده مرغه تورپيکۍ امرخيل د اسټراليا حکومت چټک ګام نه اخيستلو له وجې اړ شوه ترڅو اوروپا ته مخه کړي او هلته پناه واخلي.
ښاغلي علی خیل وویل: "ما خپل نوم د هغې د بشردوستانه ویزې لپاره د سپانسر په توګه وړاندې کړ او هغې د پناه اخيستلو لپاره یو ډير قوي کيس وړاندې کړهخو له څو میاشتو راهیسې هغه په ټپه ولاړه وه او نه پوهیده چې ویزه به ترلاسه کړي او که نه."
LISTEN TO

افغان ميرمنې: تل مو حجاب مراعت کړی او د اجباري حجاب اصطلاح کارول افغان میرمنو ته بې حرمتي او بې عزتي ده
SBS Pashto
09:08
په سیډني کې د بشر حقونو د څار د کمیټې غړې ماهر مومند وايي، د اغلې امرخیل کیسه چې د خوندیتوب په لټه کې یې خطرناکه سفر وکړ د کډوالو لپاره له خورا ډیرو پیژندل شوو کيسو څخه ده.
ښاغلي زياته کړه: "دا کار ځکه کېږي چې خلک نارامه دي او د خپل ژوند خونديتوب لپاره په منډه دي او دا ځکه چې د افغانستان په خاوره کې د خوندي ژوند شرايط شتون نه لري."
يوه ښه انسانه، تکړه خبرياله او ستره لارښود
اغلې امرخېل له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د اس بي اس پښتو ژبې خپرونې لپاره د مرسته کوونکې په توګه کار وکړ او همدا راز يې د افغانستان په ملي راډیو ټلوېزیون (RTA) کې د راډيويي خپرونو وړاندې کوونکې په توګه هم کار کړی.
هغې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شوه او هغه مهال د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د ستراتیژیکو اړیکو او وياند د څانګې (SCSU) کارمنده وه.
اغلې امرخېل او د کورنۍ څلور غړي یې ايټاليا اوبو کې د کښتۍ ډوبيدو پيښه کې مړه شول، کورنۍ غړو کې يې وريره بصیره، د بصیرې میړه، سمیع الله، او د هغوی نهه کلنه لور عایشه او پنځه کلن زوی عثمان شامل دي.

Family members of Afghan victims of the boat accident drove from Germany to search for remains of their relatives in the debris of the ship in Steccato di Cutro, Italy. Credit: Alessio Mamo/Getty Images
دغه کښتۍ څو ورځې وړاندې د ترکیې له ازمیر څخه د افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له کډوالو سره روانه شوې وه.
ښاغلي علی خیل وویل کله چې هغه پوه شو چې اغلې امرخیل د کښتۍ د ډوبیدو په قربانیانو کې شامله ده، "ډير ودرديده".
تورپيکۍ د خپل ښکلي غږ او ژورنالیزم مهارتونو لپاره پیژندل شوې څيره وه.Abdullah Alikhil
ښاغلي علي خيل وويل،" تر ۲۰۱۳ کال مخکې، تورپیکۍ او ما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره کار کاوه او د څو کلونو لپاره مو د «نننۍ افغانستان» په نامه یوه اوونیزه راډیويي خپرونه په ګډه وړاندې کړه."
علي خيل وويل، د تورپيکۍ تجربې او راډيويي خپرونو وړاندې کولو بې ساري وړتیاو له وجې د اس بي اس پښتو ټیم ارزښتناکه غړې وه.
هغه وویل، "په ۲۰۱۳ کال کې، کله چې اس بي اس پښتو فعاليت پيل کړ، تورپیکۍ لومړنۍ بهرنۍ خبریاله وه چې له افغانستان څخه یې له دې پروګرام سره مرسته کوله او د هغې مهارتونو د اس بي اس پښتو پروګرام (هغه مهال چې نوی وو) په جوړولو کې مرسته وکړه."
“هغه یوه ستره لارښوده او ښه انسانه وه؛ هغې به تل کار ته خپل ټوله انرژي ورکوله او په خلاص زړه يې خپل مهارتونه نورو ته ورکول."
LISTEN TO

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې ښځې په کوم وضعیت کې دي؟
SBS Pashto
10:08
تورپیکۍ د طالبانو تر واک لاندې ژوند کولو لپاره ډاريده
ښاغلی علی خیل وايي، تورپيکۍ په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک تر لاسه کولو وروسته ورسره اړیکه ونیوله.
"ما د هغې په غږ کې ويره احساس کړه او هغې ځان ډير ورک احساسوو - هغه نه پوهیده که طالبان راشي او هغې یا د هغې کورنۍ ته زیان ورسوي نو څوک به له دوی څخه دفاع وکړي."
"ما خپل نوم د بشردوستانه ویزې لپاره د سپانسر په توګه هغې لپاره وړاندې کړ او هغې د پناه اخيستلو لپاره یوه قوي کيس د اسټراليا حکومت ته وړاندې کړې وو، مګر د ډیرو میاشتو لپاره يې د اسټرالیا د مهاجرت چارواکو لخوا ځواب ترلاسه نه کړ."

Torpekai Amarkhel was one of the few very experienced female journalists in Afghanistan, according to a colleague.
د کډوالو مدافع وکیل وايي، له کډوالو سره باید یو شان چلند وشي
ښاغلي مومند وايي، یو شمېر افغان کډوال په دې باور دي چې دوی ته د نورو هېوادونو لکه اوکراین د کډوالو په څېر لومړیتوب نه ورکول کېږي.
هغه وویل، "کډوال کډوال دي، باید د نړیوال قانون له مخې له ټولو سره یو شان چلند وشي، او دا د حیرانتیا خبره نه ده چې اغلې امرخېل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوې وه.

Human Rights Watch committee member, Mahir Momand Source: Supplied
ښاغلي مومند د اسټرالیا په ګډون پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان خلک هير نکړي، د افغانستان د ۴۰ میلیونو نفوس دوه پر دریمه برخه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او استرالیا او نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي خو له طالبانو سره نه.
په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونه ګورو. د بیان ازادي په خطر کې ده او هغه خلک چې آزادې خبرې کوي او خپل نظر څرګندوي په زندان کې اچول کیږي او کله چې له زندان څخه راووځي، د خپل ژوند له ویرې چوپ پاتې کیږي.Mahir Momand
د استرالیا حکومت بشري پروګرامونو ته ژمن دی
د استرالیا د کورنیو چارو د وزارت ویاند اس بي اس پښتو ته وویل چې د استرالیا حکومت د سخاوتمندانه او انعطاف وړ بشردوستانه او د میشته کولو پروګرامونو ته ژمن دی ترڅو پناه ورکولو کې د استرالیا نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.
ليږل شوي بيان کې ويل شوي، استرالیا د کډوالو میشتیدنې په برخه کې په نړیواله کچه تر ټولو بريالي هيواد په توګه پيژندل کيږي.
بيان کې ويل شوي، "د آسټرالیا د بشردوستانه پروګرام له مخه چې کوم کډوال اسټراليا ته راوستل کيږي په هغو کې د بيلابيل هيوادونو، قومونو، مذهبي ډلو څخه چې د جګړې او ځورونې له امله کډوالی ته اړ شوي تر پوښښ لاندې راولي."
"د کډوالۍ پروګرام په انعطاف منونکي توګه کار کوي ترڅو د بشردوستانه بیړنیو حالتونو لکه افغانستان او د بیا میشتیدنې نړیوالو اړتیاو ته په مؤثره توګه ځواب ووایی."