Key Points
- د استرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې یو ۴۱ کلن سړی یې د NSW په سیمه کې نیولی دی.
- ادعا کیږي چې هغه افغانستان کې د اسټراليا پوځي ماموريت دوران کې یو افغان سړی وژلی دی.
- د جنګي جرم (قتل) لپاره اعظمي جزا د عمر قید دی.
د استرالیا فدرالي پولیسو (AFP) یو پخوانی استرالیایي پوځي نیولی او تمه لري چې په افغانستان کې د دغه سړي ماموريت و په تړاو به هغه په جنګي جرمونو تورن شي.
د اسټراليا فدرالي پوليسو وویل چې دا ۴۱ کلن سړی په سیمه ایز NSW کې نیول شوی او نن به سیمه ایزې محکمې ته وړاندې شي.
اس بي اس نیوز په خپلواکه توګه د دې سړي هویت نه دی تایید کړی.
د AFP په وینا، دا پر نوموړي تور دی چې هغه په افغانستان ماموريت دوران کې يو افغان وژلی و.
د جنګي جرم (قتل) لپاره اعظمي جزا د عمر قید دی.
AFP نور څه ویلو څخه ډډه وکړه ځکه چې قضیه به محکمې ته وړاندې شي او تحقیقات روان دي.
د ادعا شویو جنګي جرمونو د څیړلو لپاره جوړه شوې اداره (OSI) سره یوځای د اسټراليا فدرالي پوليس په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د اسټراليا دفاعي پوځيانو لخوا د جنایي جرمونو تورونه وڅیړي.
دا رپوټ نورو معلوماتو ترلاسه کولو سره تازه کيږي.