اسټراليا کې د کويډ-۱۹ واکسين پر انسانانو وازمويل شو او پايلې يې ژر ترلاسه کيږي

پداسې حال کې چې نړۍ د کويډ-۱۹ کابو کولو لپاره هر اړين ګام پورته کوي اسټراليا هم د ياد ويروس لپاره پر واکسين جوړولو کار مخې ته وړی او لومړي ځل لپاره يې په ۱۰۰ اسټراليايانو د نوي واکسين ازمايښت وکړ.

Three potential coronavirus vaccines at Novavax labs in Gaithersburg, Maryland in March, 2020.

The Australian Government has inked deals for more possible novel coronavirus vaccines. Source: AAP

اسټراليا کې ساينس پوهانو پر ۱۳۱ کسانو د کويډ-۱۹ واکيسن ازمايښت وکړ.

اسټراليايي ساينس پوهان وايي، لومړيو کې دا واکسين پر حيواناتو ازمايل شوی او پر هغو يې ښه نتيجه ورکړې نو ځکه ډاډمن دي ترڅو پر انسانانو يې پايلې مثبتې وي.

دا واکسين پر ۱۳۱ رضا کارو اسټراليايانو د کومو عمرونه چې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمينځ دي د اسټراليا بريزبن او ملبورن ښارونو کې ازمايل کيږي.

دا څيړنه د امريکايي کمپنۍ NOVAVAX تر څارنې لاندې ترسره کيږي.

اسټراليايي ساينس پوه ډاکټر پاول ګريفين له ۹ ټلويزيوني شبکې سره خبرو دوران کې وويل،اوس وخت کې ددې واکسين ازمويل د خوښی خبر ده، ښاغلی وايي روغ اسټراليايان به دا واکسين ترلاسه کوي او بيا به د هغوی حالت څارل کيږي.
Dr Nita Patel looks at a computer model showing the protein structure of a potential COVID-19, vaccine at Novavax labs in  Maryland on 20 March, 2020.
Dr Nita Patel looks at a computer model showing the protein structure of a potential COVID-19, vaccine at Novavax labs in Maryland on 20 March, 2020. Source: Getty
د NOVAVAX کمپنۍ به د واکيسن پايلې تر جولای مياشت پورې معلوموي او له هغې وروسته به دا واکسين پر کرونا ويروس اخته کسانو ازمايل کيږي، پر کرونا ويروس مبتلا کس د ياد واکسين، مثبتې اغيزې او يا جانبي عوارض به هم څارل کيږي.

که چيرې دا واکسين کامياب شي نو د کال پای پورې به د هغې جوړول او پر هيوادونو يې ويش پيل شي.
چين امريکا او اوروپا کې هم د کويډ-۱۹ پر واکسين جوړولو کار چټکۍ سره روان دی او دا مهال ټول واکسينونه له بيلابيلو پړاونو څخه تيريږي.

شریکول
خپور شوی 26/05/2020 په 5:15pm
اپډیټ شوی 26/05/2020 په 5:18pm