د فنلينډ لومړۍ وزيرې داسې مهال ټوله شپه نايټ کلب کې په نڅا تيره کړې چې د کوويډ-۱۹ پيښې نږدې شخص وه

د فنلينډ لومړۍ وزيره هغه مهال تر سختو نيوکو لاندې راغله کله چې د ياد هيواد بهرنيو چارو وزير پي کرونا ويروس اخته شو او نوموړی د هغه نږدې اړيکو کسانو څخه وه.

Finnish Prime Minister Sanna Mirella Marin talks to media as she arrives for an extraordinary EU Summit on 24 May, 2021 in Brussels, Belgium.

Finnish Prime Minister Sanna Mirella Marin talks to media as she arrives for an extraordinary EU Summit on 24 May, 2021 in Brussels, Belgium. Source: Getty Images Europe

د فنلينډ لومړۍ وزيره سانا مارين د ياد هيواد بهرنيو چارو وزيرې په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته يې ټوله شپه نايټ کلب کې تيره کړې.

پر نوموړی دا نيوکه کيږي چې د ياد هيواد بهرنيو چارو وزير په کرونا ويروس اخته کيدو له خبر څخه پوه وه او نوموړی په کرونا ويروس اخته شوي کس نږدې اړيکو کسانو څخه وه.

اغلې مارين د يوې مجلې لخوا د نوموړی نايټ کلن انځورونو خپرلو وروسته بښنه غوښتي.

په يادې مجلې کې ليکل شوي چې د فنلينډ لومړۍ وزيرې تر سهار ۴ بجو پورې په نايټ کلب کې وخت تير کړی او نڅا يې کړې.

د ۳۶ کلنې ولسمشرې انځورونه له هغه وروسته د ټولو پام ځانته کړ کله چې د ياد هيواد بهرنيو چارو وزيرې په کرونا ويروس اخته کيدو خبر خپور شو.

اغلې پر خپل فيسبوک پاڼې ليکلي، چې ما او خاوند مې بهر کې خواړه خوړل، خريداري مو وکړه، ملګري مې وليدل او شپې مو لږ ساعت تير کړ.
Finnish PM Sanna Marin was photographed at a nightclub hours after learning her Foreign Minister had tested positive for Covid-19.
Finnish PM Sanna Marin was photographed at a nightclub hours after learning her Foreign Minister had tested positive for Covid-19. Source: Google
اغلې وايي، سره لدې چې په کرونا ويروس اخته شخص سره نږدې پاتې شوې ولې نوموړی ته نه وو ويل شوي چې ځان قرنطين کړي.

" ما بايد ښه قضاوت کړی وای او يو دوه وارې مې د روغتيا برخې لارښوونې ته کتنه کړې وای. زه بښنه غواړم."


شریکول
خپور شوی 9/12/2021 په 7:53pm
اپډیټ شوی 9/12/2021 په 7:57pm
سرچینه: AFP, SBS