د امريکا نوي ولسمشر لوړې مراسمو په ورځ ۵۰ ښارونو کې وسله والې مظاهرې کيږي

د امريکا استخباراتو ادارې FBI خبرداری ورکړی چې د نوي منتخب ولسمشر جو بايډن لوړې مراسمو په ارځ د ټرمپ ملاتړي په ۵۰ ښارونو کې مظاهرې پلانوي او مظاهره کوونکو کې وسله وال هم شتون لري. The National Guard has been authorised to send 15,000 troops to Washington DC as the FBI warned of planned armed protests across the US in the lead-up to Inauguration Day.

Men armed with assault rifles stand with Trump supporters outside the State Capitol in Salem, Ore., on January 6, 2021, during a Stop the Steal rally. (Photo by Alex Milan Tracy/Sipa USA)

Men armed with assault rifles stand with Trump supporters outside the State Capitol in Salem, Oregon, on 6 January, 2021. Source: AAP

د امريکا پر کانګرس بريد وروسته اوس د نوي منتخب ولسمشر لوړې مراسم نه نوو امنيتي ننګونو سره مخ دي.

د امريکا نيشنل ګارډ چې تر ټولو ځواکمن ځواکونه دي د ۱۵ زرو په شمير کې واشنګټن ښار کې ځای پر ځای کيږي ترڅو د لوړې مراسمو امنيت ونيسي.

FBI خبرداری ورکړې چې د امريکا ۵۰ ښارونو کې لويې مظاهرې پلان شوي او مظاهره کوونکو کې ډير شمير يې پر وسلو سمبال دي.

د امريکا کانګرس باندې بريد وروسته د ډونالډ ټرمپ ملاتړو لا ډير تاوتريخوالي خبردارۍ ورکړی، بله خوا FBI  ادارې مظاهره کوونکو ته د هر ډول مظاهرې تاوتريخوالي لپاره خبرداری ورکړی.

ABC News لاس ته رسيدلې د FBI  ادارې يوې ناستې معلومات ښايي، چې يوې ډلې د ټرمپ نه ټاکل کيدو لپاره د امريکا ويجاړولو خبردارۍ ورکړی. يادې ډلې د ټرمپ له وخت څخه مخکې له واکه لرې کولو لپاره هم خبرداری ورکړی.

FBI داسې معلومات ترلاسه کړي چې يوه ډله کسان چې پر وسلو سمبال دي غواړي د جنوی په ۱۶ نيټه واشنګټن ته سفر وکړي او لا دمخه يې خبردارۍ ورکړی چې که کانګرس ټرمپ له وخت څخه مخکې له څوکې لرې کړي نو ستر انقلاب به رامينځته کړي.
Pro-Trump supporters and far-right forces flooded Washington DC to protest Donald Trump's election loss. on 6 January, 2021.
Pro-Trump supporters and far-right forces flooded Washington DC to protest Donald Trump's election loss. on 6 January, 2021. Source: Michael Nigro/Sipa USA
بله خوا د امريکا دفاع وزارت ۱۵۰۰۰ ځواکمن سرتيري چې د نشنل ګارډ په نامه ياديږي واشنګټن کې ځای پر ځای کوي او له ټولو سيلانيانو غوښتل شوي ترڅو دې د جنوری مياشت تر ۲۶ نيټه واشنګټن ته سفر نه کوي.

In other steps to safeguard the US capitol, the National Guard was authorised to send up to 15,000 troops to Washington, and tourists were barred from visiting the Washington Monument until 24 January.
ټرمپ د جو بايډن لوړې مراسمو کې له ګډون کولو ډډه کړې بله خوا بايډن د يادې پريکړې په ځواب کې ويلي چې ښه شو ټرمپ يې لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي.
Protesters gather inside the US Capitol Building on 6 January, 2021 in Washington, DC.
Protesters gathering inside the US Capitol Building on 6 January, 2021 in Washington, DC. Source: Getty
د ولسمشر لوړې مراسمو تنظيم کميټې له عامو خلکو غوښتي ترڅو دې د جو بايډن لوړې مراسمو لپاره واشنګټن ته سفر نه کوي او دوی پلان لري ترڅو د عامو خلکو راغونډيدو په ځای کې ۱۹۱ زه بيرغونه ځای پر ځای کړي ترڅو د ليدونکو تشه ډکه کړي.

د امريکا ولسمشر لوړې مراسمو کې زرګونه زره کسان ګډون کوي ولې د کرونا ويروس وبا له امله له خلکو غوښتل شوي ترڅو دې دا مراسم له خپلو کورنو وګوري.

 


شریکول
خپور شوی 12/01/2021 په 5:08pm
سرچینه: Reuters, SBS