د آسټرالیا په ګولډ کوسټ ښار کې یوه پلار او نیکه چې هڅه یې کوله ماشوم د لامبو د حوض له اوبو څخه وژغوري خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د راپورونو له مخې، یوه کوچني ماشوم چې د لامبو د حوض په زینو کې یې لوبې کولې، پښه یې ښویېدلې او حوض ته غورځېدلی.
له دغې پېښې وروسته د ماشوم پلار او نیکه دواړو د هغه د ژغورلو هڅه کړې، خو دواړه پخپله ډوب شوي دي.
د ماشوم پلار ۳۸ او نیکه ۶۵ کاله عمر درلود.
د کوینزلنډ د امبولانس خدمتونو د بایسکل ټیم په څلورو دقیقو کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د امبولانس له خدمتونو څخه میچل ویر وايي، د پیرامیډکس له رسېدو مخکې د سیمې خلکو ډوب شوي کسان له اوبو څخه را ویستلي، مګر هغوی خپل ژوند له لاسه ورکړی.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.