اسټراليا ته راغلي افغان سرتيري بيرته افغانستان ته ستانه نه شول

انويکټس لوبو کې ګډون کوونکي شپږ افغان لوبغاړي او روزونکی اسټراليا کې پاتې شول.

ميرويس رامکي چې له افغان لوبغاړو سره يې رضا کاره کار کاوه وويل، چې په پام کې وه چې افغانستان څخه راغلې لوبډله د تيرې يکشنبې په ورځ الوتکه کې بيرته افغانستان ته ستنه شي ولې پينځه لوبغاړو او يو روزونکي يې بيرته افغانستان ته ستنيدو څخه ډډه وکړه او اسټراليا کې پاتې شول.

د افغانستان د لوبغاړو منيجر پير محمد پښتون چې بيرته افغانستان ته ستون شوی اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال ددې خبرې پخلی وکړ او ويويل چې پينځه لوبغاړي او يو روزونکی له دوی سره بيرته افغانستان ته ستانه نه شول او اسټراليا کې پاتې شول.

انويکټس لوبې چې د اسټراليا سيدني ښار کې د اوکتوبر ۲۰ څخه تر ۲۷ پورې ترسره شوې، په يادې نړيوالې سيالۍ کې له ۱۸ هيوادو څخه شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وه.

افغانستان څخه راغلو د سرتيرو لوبغاړو هم ۵ برخو لوبو کې ګډون وکړ او تر وروستۍ ورځ يې د يادو لوبو مراسمو کې ګډون درلود.
Invictus Games Afghan volunteer Mirwas Ramaki
Invictus Games Afghan volunteer Mirwas Ramaki Source: SBS
ښاغلی ميرويس رامکي چې له افغان لو‌بغاړو سره له لومړی ورځ تر وروستی ورځ ملتيا کوله وايي "افغان لوبغاړو په پيل کې دا پلان نه لاره چې اسټراليا کې پاټې شي ولې اسټراليا کې وخت تيرولو وروسته د ځينو ذهنيت بدل کړ".

انويکټس نړيوالو لوبو کې له افغانستان څخه ۸ لوبغاړو يو روزونکي او دوه منيجرانو ګډون درلود چې له يولس کسيزې ډلې څخه ۶ کسان يې اسټراليا کې پاتې شول.

ښاغلی رامکي وايي چې اسټراليا کې پاتې شوو لوبغاړو سره اړيکه نه لري ولې دا انديښنه لري چې ياد لوبغاړي له معلوليت او هم لږ انګليسي ژبې پوهې سره کيدای شي له ستونزو سره مخ وي.
Afghan Invictus Games team members in Sydney
Afghan Invictus Games team members in Sydney Source: Facebook
د يادو پاټې شوو لوبغاړو ويزې د روانې مياشتې تر پايه ختميږي ولې داچې ايا تر دې دمه دوی پناه غوښتنې ته غوښتنليک ورکړی او که نه د اسټراليا مهاجرت ادارې اس بي اس ته وويل "افغان لوبغاړي قانوني ويزې لري ترڅو اسټراليا کې پاتې شي تر هغه چې ددوی ويزې ختميږي".

د انويکټس لوبو تنظيم کوونکو هم يادې مسلې په اړه خپل نظر شريک  نه کړ.

د يادو لوبغاړو څرنګوالي په اړه اسټراليا کې د افغانستان سفارت سره هم اړيکه نيول شوې ولې ځواب ندی ترلاسه شوی.

د اسټراليا هيواد د مشترک المنافع هيوادو لوبو کوربه هم پاتې شوی د يادو سياليو په پای کې ۲۰۰ لوبغاړو د پناه غوښتنه کړې وه.

ډيري له لوبغاړو څخه له افريقايي هيوادو څخه ول.

ښاغلي ميرويس رامکي  پدې باور دی چې پاتې افغان سرتيرو لوبغاړو ته افغانستان کې ريښتينی خطر شتون لاره.

يو له لوبغاړو څخه ښاغلي رامکي ته ويلي ول " ده خپل دوه پښې له لاسه ورکړي او هم ورور يې وژل شوی، او دی نه غواړي چې دده ماشومان هم خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي".

                     

 

Do you know more? Email


 


شریکول
خپور شوی 2/11/2018 په 2:30pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:40pm
لخوا Abdullah Alikhil, Jarni Blakkarly