اسټراليا کې زرګونو مظاهره کوونکو ته ويل شوي ترڅو دې ځانونه دوو اونيو لپاره قرنطين کړي

اسټراليا کې طبي ټولنې مشر له زرګونو هغو مظاهره کوونکو کومو چې تور پوسته او بومي خلکو حق کې پراخې مظاهرې وکړي غوښتي ترڅو دې ځانونه دوو اونيو لپاره قرنطين کړي.

An estimated 10,000 people attended Melbourne's protest on Saturday.

An estimated 10,000 people attended Melbourne's protest on Saturday. Source: AAP

استراليا کې تر ټولو لوړ پوړي روغتيا چارواکي له ټولو هغو کسانو د ځانونو قرنطين کولو غوښتنه کړې کومو چې د تيرې اونۍ پای کې يې د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د اسټراليا ټولو لويو ښارونو کې د شنبې په ورځ امريکا کې د تور پوسته کس وژلو خلاف او هم د بومي اسټراليايانو حق کې مظاهرې وکړې او دا مظاهرې د امريکا په ګډون د نړۍ ځينو هيوادونو کې له څو ورځو راپديخؤا پر مخ اچول کيږي.
A protestor faces a police officer inside Central Station after a Black Lives Matter rally in Sydney.
A protestor faces a police officer inside Central Station after a Black Lives Matter rally in Sydney. Source: AAP
د اسټراليا د طبي ټولنې مشر ټوني بارټون له ټولو ظاهره کوونکو غوښتي ترڅو دې خپلو کورونو کې پاتې شي، خپل روغتيايي حالت دې وڅاري او که چيرې د کرونا ويروس نښې ځان کې ګوري نو د کويډ-۱۹ معاينه دې وکړي.

"دا فرق نه کوي چې يادو کسانو څومره خپل لاسونه پاک کړي او يا يې د مخ ماسکونه کارولي، ولې هغومره وخت چې دا کسان له يو بل سره نږدې پاتې شوي دا کولی شي يو بل ته ويروس وليږدوي."

"که دا کسان غواړي تولنه خوندي وساتي نو ټولو هغو کسانو چې پدې لاريونو کې ګډون کړی هغوی دې دوو اونيو لپاره ځانونه قرنطين کړي."
بله خوا حکومتي روغتيا چارواکی نيک کوټسورت وايي، د طبي ټولنې لخوا د مظاهره کوونکو قرنطين مسلې عملي کول ګران کار دی.

ښاغلی وايي، د طبي ټولنې له وړانديز څخه دفاع کوي او پر مظاهره کوونکو غږ کوي که چيرې په ځان کې د کرونا ويروس نښي ګوري نو ځان دې چټکۍ سره معاينه کړي.

اسټراليايي چارواکي د يادې مظاهرې وخت ناسم بولي او حال داچې ځينو ايالتونو کې دا مظاهره غير قانوني وګرځول شوه ولې د محاکمو وروستيو پريکړو وروسته خلکو ته اجازه ورکړل شوه ترڅو دې مظاهره وکړي.
نن شپه د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو روغتيا چارواکي ناسته کوي ترڅو د لا نورو بنديزونو لرې کولو پر سر خبرې وکړي.

اسټراليا کې ۱.۶ ميليونه کسان کويډ-۱۹ لپاره معاينه شوي، ۷۲۶۰ مثبتې پيښې ثبت شوي او ۱۰۲ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی

شریکول
خپور شوی 8/06/2020 په 6:48pm