نن شپې ۱۲ بجو وروسته ويکټوريا ايالت ټول اوسيدونکي به پينځو ورځو لپاره له سخت محدوديتونو سره مخ دي.
دا اعلان د ياد ايالت مشر ډينيل انډريوس نن خبري کنفرانس له لارې وکړ.
له نن شپې وروسته ياد ايالت کې ښوونځي او غير ضروري دکانونه بشپړ ډول سره تړل کيږي او ملبورن ښار به د اګيسټ د مياشتې ورته محدوديتونه پر ځای کړي.
د ويکټوريا ايالت اوسيدونکي يوازې څلورو ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلی شي، روغتيا، د چا پالنه کول، د کور ضروري توکي اخيستل، سبق او ضروري کار که چيرې يې دوی له کوره نشي کولی او ورزش لپاره ۲ ساعته له کوره بهر وتل.
له نن شپې وروسته پينځو ورځو لپاره د ويکتوريا ايالت اوسيدونکي نشي کولی ترڅو له خپل اوسيدو ځای څخه ۵ کيلومره څخه ډيره فاصله کې سفر وکړي.
ښاغلي انډريوس وويل، "د ويکټوريا ايالت اوسيدونکو داسې محدوديتونه پخوا تجربه کړي او پدې پوهيږي چې دا تدابير کار کاوي.
"زه پوهيږم چې د ويکټوريا ايالت اوسيدونکو تمه نه لرله چې نن له ما څخه دا خبر واوري، زه پوهيږم چې دا هغه ځای ندی چې مونږ پکې راتګ غوښتل.. ولې مونږ بايد سختې پريکړې وکړو ترڅو هغه څه مو چې جوړ کړي هغه له لاسه ورنکړو."
پر مذهبي ځايونو د فعاليت بنديز ولګيد او جنازو کې يوازې ۱۰ کسان ګډون کولی شي.
ياد ايالت کې ودونو مراسمو ته به هم نوو تدابيرو له مخه اجازه نه ورکول کيږي.
د ملبورن ښار Holiday Inn هوټل کې ګڼ شمير کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ټول اخته شوي کسان د انګلستان ويروس بڼه لري.
د انګلستان ويروس بڼه له عادي کرونا ويروس څخه ۷۰ سلنه ډير ساري او هم ډيره وژونکې ده.
ښاغلي انډريوس وويل، اوسنۍ ويروس د ۲۰۲۰ کال ويروس ندی بلکې له هغه وخت څخه ډير نور ساري شوی.
د ويکټوريا ايالت روغتيا وزير مارټين فولي وويل، د نوو محدوديتونو پر ځای کول اړين کار وه ځکه که د نوي ويروس مخه په وخت ونه نيول شي نو ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس دريمې څپې سره مخيدلی شي.
ويکټوريا ايالت کې د نوو پيښو نږدې اړيکو کسانو شمير ۹۰۵ تنو ته لوړ شوی او ټول ياد کسان کرونا ويروس لپاره معاينه شوي.
د اسټراليا نږدې ټولو ايالتونو ويکټوريا د کرونا ويروس خطر سيمه بللې او ځينو پر ياد ايالت اوسيدونکو خپل پولې تړلي.