نيوزيليند هوايي ډګرونو کې له اسټراليا څخه تلونکو مسافرو هر کلی وشو او دواړو هيوادونو کې بند پاتې خپلوان او دوستان له يو بل سره يوځای شول.
يو کال وروسته لومړي ځل لپاره له قرنطين کيدو پرته اسټراليايي سفر کوونکي نيوزيليند هيواد ته داخل شول.
لومړۍ الوتکه له سيدني څخه د نيوزيليند اوکلينډ ښار ته ورسيده.
د نيوزيليند لومړۍ وزيرې جسينډا ارډرن يو بيان خپرولو سره نيوزيليند ته د زرګونو اسټراليايانو او نيوزيليند اتباعو هرکلی وکړ.
"ډير د خوښۍ ځای دی چې له قرنطين پرته الوتنې پيل شوې."
" داچې نيوزيليند ته خپل کورنيو غړو ليدو ته راځئ او يا سياحت ته، تاسو ټولو ته هرکلی وايم او ښه وخت ولرئ."
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د دواړو هيوادونو ترمينځ قرنطين پرته د مسافرو تګ راتګ پيليدل يوه ستره لاسته راوړنه بللې او ويلي دي لدې کار سره د دواړو هيوادونو ترمينځ اقتصادي وده ډيريږي.
له کرونا ويروس څخه ټوله نړۍ کې له ۳ ميليونو ډير خلک مړه شوي او تر دې دمه ۱۴۱ ميليونه کسان په ياد ويروس اخته شوي.
نيوزيليند او اسټراليا کې ټول اوسيدونکي چې په هغو کې بهرني اوسيدونکي هم شامله دي کولی شي دواړو هيوادونو ترمينځ قرنطين کيدو پرته سفر وکړي.