عماد صیام په خپل ژوند کې له ډېرو خنډونو او ستونزو سره مخ شوی ولې اوس په اسټراليا کې يو تکړه اشپز دی.
په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د یوازیني کاڼه غړي په توګه لوی شوی، هغه د خپل مور او پلار او خویندو سره "په بشپړه توګه د اشارو له لارې" خبرې کولې.
وروسته له هغه چې کورنۍ يې په کاال ۲۰۱۰ کې اسټرالیا ته د کډوال په توګه راغلل، عماد نه یوازې انګلیسي زده کړه، بلکې اسلان (د استرالیا لپاره ځانګړې اشارو ژبه) هم زده کړه.
عماد ۲۵ کلن دی او د اسټراليا اشارو ژبې ژباړونکي له لارې اس بي اس ته وويل، "کله چې زه په لومړي ځل راورسیدم، زه ډیر ناراحته وم."
"تر تولو لويه ستونزه دا وه چې په هيڅ ژبه نه پوهيدم ترڅو له چا سره خبرې وکړم."
عماد وروسته په ويکټوريا ايالت کې د کڼو لپاره د ویکتورین کالج کې زده کړه پيل کړه او هغه انګلیسي او آسلان (اسټراليايي اشارو ژبه) په زده کړه پیل وکړ.
په کالج کې د زده کړې پرمهال، عماد او د هغه ټولګیوالو ته په میلبورن کې د میل ایکسچینج هوټل د هغه وخت مشر شیف ګریم کراوس د پخلنځي ځینې مهارتونه زده کړل.
عماد وايي: "پخلی یو ډېر په زړه پورې پروسه وه او ډيره مې خوښه شوه، او ما ځینې ازموینې او هغه دندې چې دوی ماته راکړې پاس کړې او اشپز شوم."
لږ وروسته عماد په هوټل کې کاري تجربه پیل کړه. مګر یوه ستونزه وه: د آسلان ژباړونکو شتون نه درلود ترڅو د عماد او نورو کارمندانو ترمينځ خبرو کې مرسته وکړي.

Emad first started at The Mail Exchange Hotel in Melbourne as a work experience student. Source: SBS / Amy Hall
عماد خپل ستونزې حل لپاره يې خپلو همکارانو ته د اسلان(د اسټراليا اشاره ژبه) زده کړه.

Emad (right) and head chef Wayne. Source: SBS / Amy Hall
عماد وايي: "دلته ټیم واقعیا عالي دی."
د آسلان الفبا پوسټرونه او کلیدي نښې هم د پخلنځي او کارمندانو خونې شاوخوا ځړول شوي ، ترڅو د عماد همکاران وشي کولی د کار پرمهال د اشارو ژبه تمرين کړي.
د ياد هوټل مدير وايي نوو کارمندانو ګومارنې سره دا هم له هغوی غوښتل کيږي چې بايد د اشارو ژبې زده کړې لپاره ليواله اوسي.
اغلې نیکولسن وايي چې ټول شموله کیدو د عماد سره مرسته کړې چې د کار تجربه کې د "شرمو" کس څخه په "بااعتماد" وړ اشپز باندې بدل شي.
عماد اوس کولی شي د هوټل د پخلنځي هره برخه پرمخ بوځي او مشران يې وايي، چي نوموړی د نړۍ يو له غوره اشپزانو څخه دی.
د استرالیا د احصایې د ادارې په وینا، یوازې ۵۳ سلنه معلولیت لرونکي خلک چې عمرونه یې د ۱۵ څخه تر ۶۴ کلونو ترمينځ دي په استرالیا کې په کار بوخت دي.
معلوليت پرته بيا د۸۴ سلنه خلک په کارونو بوخت دي.