ډونالډ ټرمپ ۷۰ ورځي نور د امريکا ولسمشر دی, ياده موده کې کوم کارونه کولی شي؟

د امريکا تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ ماته او د جو بايډن ګټل يوه پيښه ګڼل کيږي ځکه تر اوسه ډونالډ ټرمپ خپل ماتې نده منلې او د تيرو ټاکنو پر وړاندې يې ځينو قانوني ادارو ته مخه کړې ترڅو د ټاکنو پروسه وننګوي، ولې تر هغه چې نوموړی بشپړ ډول سره خپل ماتې ومني او جو بايډن ولسمشرۍ لپاره لوړه وکړي ټرمپ له ځينو واکونو څخه برخمن دی.

Donald Trump delivers a statement on the election in the briefing room of the White House, Thursday, Nov. 5, 2020, in Washington.

Donald Trump delivers a statement on the election in the briefing room of the White House, Thursday, Nov. 5, 2020, in Washington. Source: AP

 حال داچې ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼې بيرته ترلاسه کولو سياسي لوبه کې پاتې راغی ولې لا تر اوسه د نوموړي اغيز او واک پر خپل ځای دی.

جو بايډن به د امريکا نوي ولسمشر په توګه  د ۲۰۲۱ کال جنوری مياشت پر ۲۱ نيټه د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي ولي تر هغه وخت پورې ۷۰ ورځې پاتې دي او ټرمپ به تر يادې مودې له ټول واک سره ولسمشر وي.

ټرمپ د امريکا تاريخ کې يو له لږو ولسمشرانو څخه دی کوم چې د ټاکنو پايلې يې ندي منلي.

دا پداسې حال کې ده چې تلوونکي ولسمشران د خپلې دورې ورستيو ورځو کې فعاله پاتې کيږي ولې ټرمپ بيا ټاکنو کې دشوو درغلیو ادعا کوي او دا هم معلومه نده چې د بل کال جنوری مياشت وروسته به نوموړی کومه اجينډا مخې ته وي.

ټرمپ ويلي، راتلونکو څو ورځو کې به د تيرو ټاکنو په اړه ځينو محکمو ته مخه کړي ترڅو ټاکنو کې د ادعا شوو درغليو پلټنه وکړي حال داچې تر دې دمه يې ټاکنو کې درغلی لپاره کوم ثبوت ندی وړاندې کړی.

ولې دې ترڅنګ ټرمپ کولی شي ځيني نور کارونه هم وکړي.

د چارواکو له دندې ګوښه کول

ټرمپ نن ټويټ له لارې د امريکا دفاع وزير مارک اسپر له دندې ګوښه کړ.

ټرمپ د امريکا دفاع وزير سره پر ځينو پاليسيو اخلاف درلود چې په هغو کې له ناټو هيوادونو سره د ټرمپ ادارې چلند او امريکا کې مظاهرو دوران کې د ټرمپ په غوښتنه د پوځ نه کارول شامله ول.

تيره اونۍ فلوريډا کې ټرمپ سياسې غونډې ته وينا دوران کې د امريکا تر ټولو مشرډاکټر او ساينس پوه انتوني فاوچي ګوښه کولو ګواښ وکړ.

بله خوا جو بايډن ويلي، که ټرمپ ډاکټر فوچي له دندې ګوښه کړي له جنوری مياشتې وروسته يې بيرته په کار ګوماري.

داسې رپوټونه خپاره شوي چې ټرمپ په پام کې لري ترڅو د اف بي ای ادارې مشر کريستوفر ورای او سي ای ای مشره جينا هاسپل له دندو ګوښه کړي.
Dr Anthony Fauci and President Donald Trump during a coronavirus task force briefing in the Rose Garden of the White House, Sunday, 29 March, 2020.
Dr Anthony Fauci and President Donald Trump during a coronavirus task force briefing in the Rose Garden of the White House, Sunday, 29 March, 2020. Source: AAP

د ولسمشر بښنې فرمان

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ټرمپ به خپل ځيني نږدې کسانو حق کې د بښنې فرمان صادر کړي، حتی خپل ځان هم کولی شي فرمان له لارې وبښي.

دا واک او قدرت د امريکا اساسي قانون له مخه يو ولسمشر ته ورکړل شوی.

که ټرمپ د بښنې فرمانونه لاسليک کړي، دا بايد عملي شي او د امريکا بله هيڅ اداره نشي کولی د يادې پريکړې خلاف دريځ غوره کړي.
US Donald Trump signs a coronavirus aid package in the Oval Office of the White House, April 24, 2020
US President Donald Trump signs a coronavirus aid package in the Oval Office of the White House, April 24, 2020 Source: AP

بهرنۍ تګلاره

ټرمپ کولی شي په يادو دوو مياشتو کې پر خپل بهرنۍ تګلاره غور وکړي او ځينو برخو کې ديپلوماسي مخې ته يوسي.

پر ځينو هيوادونو بنديزونه لګول او يا له ځينو لري کول اوس هم د ټرمپ په واک کې دي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Evan Young
سرچینه: SBS News