Breaking

ډونالډ ټرمپ پر روغتيا نړيوالې ادارې پيسو مرسته بنده کړه

Donald Trump has announced a suspension of US funding to the WHO.

Despite Trump’s Optimism, Lack of Sports Could Extend Into the Fall

(The New York Times)

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا په وخت سه شنبه يې علان وکړ چې د روغتيا نړيوالې ادارې د کويډ ۱۹ وبا پټولو او ناسم سمبالښت له امله پر يادې ادارې خپلې مرستې بندوي.

ټرمپ وايي، کله چې د کرونا ويروس وبا چين کې پيل شوه نو د ډبليو ايچ او ادارې په وخت د هغې جديت نړۍ ته ونه ښود.

ټرمپ خپلې ادارې ته سپارښتنه کړې ترڅو د ملګرو ملتونو روغتيا نړيوالې ادارې فعاليتونو څيړنه وکړي او د څيړنې تر پايه به پر يادې ادارې مرسته بنده وي.

ټرمپ پر ډبليو ايچ او تور پورې کوي چې د چين په ګټه يې د کرونا ويروس وبا په اړه په وخت له نړۍ سره معلومات ندي شريک کړي.

تير کال امريکا ‌ډبليو ايچ او ادارې ته ۴۰۰ ميليونو ډالرو مرسته کړې وه او امريکا د يادې ادارې يو له مهمو مرسته کوونکو هيوادو شميرل کيږي.

لدې وړاندې د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ډونالډ ټرمپ ته په اعشاره ويلي ول، د هيوادونو مشران دې خپل ناکامي پر ډبليو ايچ او نه اچوي.


شریکول
خپور شوی 15/04/2020 په 9:44am