اسټراليا کې د کرونا ويروس تازه پيښو ډيروالي پړه پر مسلمانانو اچول کيږي او مسلمانان يو ځل بيا د ويرې او کرکې احساس کوي

د اسټراليا وکټوريا ايالت د امامانو شورا وايي، د ځينو رسنيو لخوا پرته له کوم ثبوت او معلوماتو ياد ايالت کې د کرونا ويروس نوو پيښو پړه پر مسلمانانو اچول کيږي

Paramedics perform COVID19 tests in Broadmeadows, Victoria.

Paramedics perform COVID19 tests in Broadmeadows, Victoria. Source: AAP

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د امامانو شورا وايي، د اسټراليا ويکټوريا ايالت چې دا مهال يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې دی د ځينو رسنيو لخوا د نوو پيښو خبر ورکولو سره کرکې، ويرې او هم تفرقه ته لمن وهلې.

اسټراليا کې د دوو خبري شبکو مخکښو څيرو هر يو د Herland Sun Newspaper ليکوال انډريو بولټ او د Sky News خبريالې پيټا کريډلين له هغه ډله خبريالانو څخه دي کومو چې ويکټوريا ايالت کې يې د نوو پيښو پړه پر څو کلتوريزې ټولنې اچولې.

ويکټوريا ايالت کې د امامانو شورا مشر عديل سلمان وايي، داسې هيڅ شواهد په لاس کې نشته چې وښايي ياد ايالت کې د نوو پيښو ډيروالي کې د مسلمانانو لاس دی، ولې دې سره بيا هم ځينو اسټراليايي خبري شبکې د کرونا ويروس مثبتو پيښو ډيروالی له مسلمانانو ټولنې تړي.

اس بي اس شبکې سره خبرو دوران کې د امامانو شورا مشر عديل سلمان وويل، " داسې حکايت هغو کسانو ته لار هواروي کوم چې د مسلمانانو خلاف دريځ لري او هغوی به بيا وايي، ګورئ مسلمانان خطر رامينځته کوي، يعنې مسلمانان مونږ ته د وسلې او بمونو له لارې ځيان رسوي او دادی اوس دوی د ويروس له لارې مونږ ته دا ځيان رسوي.

ښاغلی وايي " دا مناسب کار ندی، نه شواهد شته او نه هم داسې دريځ اوسني حالت کابو کولو سره مرسته کوي. داسې رپوټونه او دريځ مرسته نه کوي ترڅو مونږ خوندي احساس کړو او نه هم د ستونزو حل کې مرسته کوي، بلکې داسې څرګندونې ټولنه کې ويره، کرکه او تفرقه ډيروي او داسې کړنې د ټولو په زيان تماميږي."

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ډيرې نوې پيښې په شمال او شمال لويديځې سيمې کې ريکارډ شوي او يادو سيمو کې ډيري د څو کلتوريزې ټولنې خلک چې ډير شمير يې مسلمانان دي ژوند کوي.

يادو سيمو کې د ټولنې خلکو ترمينځ د کويډ-۱۹ ليږد ډيرې پيښې ثبت شوي او ايالتي حکومت د اوسيدونکو معاينې ته هم زور ورکړی.

ښاغلی عديل وايي، ملبورن ښار کې ځيني خبريالان دې لپاره استول شوي ول ترڅو مسلمانان ناروغان پيدا او ټوله پړه پر مسلمانانو واچوي حال داچې مرکه شوي مسلمانان نشي کولی د ټولې سيمې خلکو استازيتوب وکړي.

د ښاغلي عديل په وينا مسلمانانو د کويډ-۱۹ پر وړاندې ډير مسولانه چلند کړی او حتی د اسټراليا لومړي وزير هم له مسلمانانو څخه روژې دوران کې د ښې همکاری مننه کړې وه.

ښاغلی عديل وايي، اسټراليايي مسلمانان لکه نورو اسټراليايانو د کويډ-۱۹ وبا دوران کې يې ډيره قرباني ورکړی او دا قرباني يې په خپل خوښه ورکړې ترڅو يو بل خوندي وساتو. لدې سره مسلمانانو خپل مينه نورو سره قرباني ورکولو له لارې ښودلې.

 

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 

 


شریکول
خپور شوی 29/06/2020 په 6:01pm
اپډیټ شوی 29/06/2020 په 6:20pm
لخوا Jarni Blakkarly