ايران خپلو دريو مهمو زندانيانو بدل کې اسټراليايي ميرمن خوشې کړه

ايران کې يوه اسټراليايي ميرمن د جاسوسۍ په تور دوه کاله زنداني شوې وه، ايران ياده ميرمن د خپلو درې اتباعو خوشې کيدو په بدل کې خوشې کړه.

British-Australian academic Kylie Moore-Gilbert is seen Iranian state television.

British-Australian academic Kylie Moore-Gilbert is seen Iranian state television. Source: Iranian State Television

د اسټراليا او ايران ترمينځ د بنديانو تبادله وشوه او ځينو بشر حقونو مدافعينو پر يادې تبادلې انديښنه څرګنده کړه او پر ايران يې سختې نيوکې کړي.

مدافعين وايي،  ايران د اسټراليا او نورو هيوادونو وګړي پر ځينو تورونو بندي کوي او د هغو په بدل کې د ايرانيانو خوشې کولو هڅې کوي.

يوه اسټراليايي ميرمن Kylie Moore- Gilbert چې ايراني امنيتي کسانو له دوو کلونو ډيرې مودې لپاره زنداني کړې وه د دريو ايراني بنديانو مقابل کې خوشې شوه.

تايلند هيواد کې درې ايرانيان په کال ۲۰۱۲ کې هغه مهال زنداني شول کله چې داسې ادعا وشوه چې يادو کسانو تايلند کې د اسرايلي وګړو وژنې پلان درلود او دا وژنه يې بم کارولو سره ترسره کوله.

ايراني رسنيو په تايلند کې د دريو ايرانيانو خوشې کيدو ويډيو خپره کړه، د هغوی په غاړه ايراني بيرغونه ول او د ايراني چارواکو له تود هرکلي سره مخ شول.

۲۰۱۹ کال کې دوه نور اسټراليايان چې ايران کې بنديان ول د يو ايراني زده کوونکي په بدل کې چې اسټراليا کې زنداني وه تبادله شول.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، د اسټراليايي ميرمنې په بدل کې په اسټراليا کې ايراني قيدي ندی خوشې شوی.

لومړي وزير تاليند هيواد لخوا د دريو ايراني زندانيانو خوشې کيدو پر سر له ياد هيواد سره خبرو په اړه هم څه ونه ويل.
Three Iranians reportedly released by Thailand in exchange for the release of Kylie Moore Gilbert
据报道,泰国释放了三名伊朗人,以换取释放凯利·摩尔·吉尔伯特。 Source: IRBA
ايراني الاصله امريکايي خبريال Jason Rezaian ايراني امنيتي کسانو لخوا په ۲۰۱۴ کال کې بندي شو او پر نوموړي امريکا ته جاسوسی تور وه.

رضاين وايي، ايراني چارواکي د بهرنيانو نيولو وروسته له هغوی سره ناوړه چلند کوي د هغوی فيزيکي او هم رواني ځورونه کوي او بنديانو ته خبردارۍ ورکوي.

ښاغلی وايي، د اسټراليايي ميرمن ۸۰۰ ورځې بند کې پاتې کيدل اصل کې د تښتونې معنی درلوده يعنې ايراني امنيتي کسانو دا ميرمن تښتولې وه.

بله خوا د بشر حقونو مدافعين وايي، ايران لخوا د بهرنيانو نيول او پرې تور لګول او بيا د هغوی مقابل کې خپل اتباعو خوشې کول يو ځورونکی عمل دی.
Kylie Moore-Gilbert, center inside van, is seen in Tehran, Iran.
Kylie Moore-Gilbert, center inside van, is seen in Tehran, Iran. Source: Iranian State Television
د ايران بهرنيو چارو وزير په کال ۲۰۱۹  دا ښکاره وويل چې ايران کې بندي بهرني وګړي له نورو سره تبادله کول غواړي.

د بشر حقونو فعالان وايي، پر ايران حکومت بايد فشار واچول شي ترڅو د خلکو نيول او د هغوی ژوند سره لوبې کول بند کړل او خلک بايد دې لپاره ونه نيسي ترڅو خپل وګړي پرې ازاد کړي.

 

NEW: Iran state TV just now shows footage of Kylie Moore-Gilbert leaving Evin prison & boarding a plane with dramatic music & lights.



شریکول
خپور شوی 28/11/2020 په 11:52am
اپډیټ شوی 28/11/2020 په 4:42pm
لخوا Rashida Yosufzai