مهم ټکي
- یوه نوې څېړنه ښيي چې د آسټرالیا دوه پر دریمه برخه ماشومان په کرونا وېروس اخته شوي دي.
- د روغتیا وزارت پر میاشتنۍ ناروغۍ د کرونا واکسین د اغېز په اړه معلومات خپاره کړي.
- کوینزلڼد او لویدیځې آسټرالیا کې د کرونا بېړنی حالت پای ته رسېدلی دی.
د آسټرالیا په ډېریو ایالتونو کې د کرونا وېروس د پېښو د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۱۲ زره او ۴۵۰ نوې پېښې ثبت شوي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
همداراز په وېکټوریا ایالت کې ۱۰ زره او ۲۲۶ نوې پېښې ثبت شوي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د پنجشنبې په ورځ د نیو ساوت وېلز ایالت د طبې برخې مشرې افسرې، ډاکټر کېرې چانت وویل چې تمه کېږي ترڅو په راتلونکو اوونیو کې د کرونا وېروس پېښې زیاتې شي.
هغې په یوې وېډیو کې ویلي چې دا پدې مانا(معنی) ده چې مونږ یوې نوې مرحلې ته داخلېږو.
تېره اوونۍ د وېکټوریا ایالت مشر طبي افسر، برټ سټن دې ته ورته وینا کړې وه چې وېکټوریا کې "د کووېډ-۱۹نوې څپه پیل شوې".
یوه نوې څېړنه ښيي چې د آسټرالیا دوه پر دریمه برخه ماشومان په کرونا وېروس اخته شوي دي.
دغه شمېرې له هغو څخه دوه برابره زیاتې دي چې راپور ورکړل شوي دي.
همدا راز د آسټرالیا د روغتیا وزارت له خلکو څخه غواړي ترڅو د ناروغۍ پرمهال په خپلو کورونو کې پاتې دي.
د کرونا وېروس د معاینې کلینیک له لاندې آدرسونو څخه موندلی شئ:
که چېرې ستاسو د کرونا د چټکې آزمونې پایله مثبت وي په خپل ایالت کې یې ثبت کړئ.