کووېډ-۱۹:په وېکټوریا ایالت کې ساختماني کارونه بېرته پېلېږي، مګر د کارګرو لپاره د واکسین اخیستل جبري دي

نن د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر لومړۍ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

Victoria announces vaccine mandate for authorised workers

Victoria announces vaccine mandate for authorised workers Source: AAP Image/Lukas Coch

مهم ټکي:

  • په وېکټوریا ایالت کې د جواز لرونکو کارګرو لپاره د کرونا واکسین جبري شو.
  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کاروبارنو لاسرسی مالي مرستو ته دوام لري.
  • په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوې پېښې ثبت شوي.
وېکټوریا

د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۱۱۴۳ نوې پيښې ثبت شوي او ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وېکټوریا ایالت کې ټول جواز لرونکي کارګر باید د اکتوبر تر ۱۵ نېټې پورې د کرونا وېروس لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي.

نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۸۶۴  نوې پيښې ثبت شوي او او ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۸۷.۲ سلنه کسانو د کرونا وېروس لومړۍ ډوز واکسین ترلاسه کړئ او د دغه ایالت ۶۴ سلنه اوسېدونکو د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی دی.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو شئ.

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۵۳۰ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه .
Victoria vs NSW case numbers
Source: SBS
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:


شریکول
خپور شوی 1/10/2021 په 7:47pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS