کووېډ-۱۹ : په وېکټوریا ایالت کې په یوه ورځ د کرونا وېروس ترټولو زیاتې نوې پېښې ثبت شوي

نن د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر ۵ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

Watu wajaa ndani ya jengo lakifalme la maonesho ambako chanjo za COVID-19 zatolewa mjini Melbourne

Watu wajaa ndani ya jengo lakifalme la maonesho ambako chanjo za COVID-19 zatolewa mjini Melbourne Alhamisi, Septemba 2, 2021. Source: AAP Image/Daniel Pockett

مهم ټکي:

  • په وېکتوریا ایالت کې په یوه ورځ د کرونا تر ټولو ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې ۹۴ سلنه کسانو د کرونا وېروس لومړی ډوز ترلاسه کړی دی.
  • په کوينزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۲ نوي پېښې ثبت شوي.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶۷.۵ سلنه کسانو د کرونا دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی.


وېکټوریا

د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱۷۶۳ نوې پېښې په دغه ایالت کې ثبت شوي او ۴ کسان مړه شوي. د وېکټوریا ایالت مشر ډنیل انډریوز وايي اوس هم په یاد ایالت کې په زرهاوو کسانو لپاره د واکسین وخت شتون لري.

نیو ساوت وېلز

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۶۰۸ نوې پېښې ثبت شوي  او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تمه کېږي ترڅو د راتلونکې دوشنبې په ورځ  په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس له امله لګول شوی قرنطین پای ته ورسېږي.

د قرنطین له پای ته رسېدلو سره به  د ښونځیو زده کوونکي  په تدریجي ډول سره خپلو ټولکیو ته ستانه شي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو شئ.

 د آسټرالیا مرکزي سیمه

د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا وېروس ۳۳ نوې پېښې ثبت شوي دي. 

د روغتیا برخې مسئولین وايي چې په کرونا وېروس  ۱۴ اخته کسان اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د آسټرالیا د مرکزي سیمې د روغتیا افسره کېرېن کولمن وايي د نویو اخته شویو کسانو له ډلې څخه ۱۳ کسانو په داسې حال کې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېډلي دي.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه .
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:

 


شریکول
خپور شوی 5/10/2021 په 1:04pm
اپډیټ شوی 5/10/2021 په 2:40pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS