د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: له نوو پيښو څخه ډير يې له ۴۰ کلونو لږ عمر لري

نن د جوالای مياشت ۳۱ نيټه ده او له ټول اسټراليا کرونا ويروس په اړه تازه معلومات لرو.

NSW police check identifications at George St in front of the Sydney Town Hall in anticipation of an anti-lockdown rally in Sydney Sydney, Saturday, July 31, 2021. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING

NSW police check identifications at George St in front of the Sydney Town Hall in anticipation of an anti-lockdown rally in Sydney. Source: AAP Image/Mick Tsikas

  • نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرو ويروس پيښو شمير اوس هم لوړ دی
  • ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ضد واکسين فايزر دوزونو ترمينځ فاصلې موده يې وغځوله.
  • د کوينزليند ايالت جنوب ختيځه برخه له نن ۴ بجو وروسته بنديزونو سره مخ کيږي.

نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۱۰ نوې پيښې ريکارډ کړې.

يو کس چې ۶۰ کلونو شاوخوا عمر يې درلود کرونا ويروس له امله خپل کور کې وفات شوی.

د نيو ساوت ويلز ايال روغتيا برخې مشر براډ هازارډ وايي، له ټولو پيښو څخه ۲ په ۳ کې ځوانان جوړوي معنی داچې له ۴۰ کلونو ځوانان اسټراليايان په روغتون کې بستر دي او ځينې يې عاجلې څانګې کې درملنې لاندې دي.

ويکټوريا

ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۲ نوې پيښې ريکارډ کړې چې دواړه شته ييښو سره تړلي دي.

دواړه نوې پښې ناروغی دوران کې په کورونو کې بدن ول.

د ويکټوريا ايالت روغتيا چارو مشر وايي،د فايزر واکسين ډوزونو ترمينځ فاصله به له ۳ څخه ۶ اونيو ته وغځوي.

لا ډير معلومات لدې څخه ترلاسه کړئ.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو څخه تازه معلومات

کوينزليند ايالت کې له ۶ نوو پيښو ثبت وروسته ياد ايالت کې ۱۱ سيمې چې د کوينزليند جنوب ختيځ کې موقيت لري له سختو محدوديتونو سره مخ شو.

د اسټراليا طبي ټولنې د حکومت له هغه دريځ څخه دفاع وکړه د کوم له مخه چې له اسټرايايانو غوښتل شوي ترڅو دې د اسټرازينيکا واکسين تر لاسه کړي.

ټازمانيا به له نن څخه د بريزبن ښار جنوب ختيځ سيمو اوسيدونکو پر وړاندې خپل پولې وتړي.

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.


خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې  ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

 


 

د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

 
 
 

 

 

 


شریکول
خپور شوی 31/07/2021 په 4:28pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:06pm
لخوا SBS/ALC Content, SBS Pashto
سرچینه: SBS