د کرونا ويروس تازه معلومات: د وېکټوریا ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین پای ته رسېږي او د نیو ساوت وېلز په نویو سیمو قرنطین وضع شوی

د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ اتمه: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Health Workers at a drive-through COVID-19 vaccine hub in Melton, Monday, August 9, 2021. Victoria has entered a seven-day lockdown to contain a growing outbreak of the Delta variant of COVID-19 in the state. (AAP Image/Luis Ascui) NO ARCHIVING

Health Workers at a drive-through COVID-19 vaccine hub in Melton, Monday, August 9, 2021. Source: AAP Image/Luis Ascui

مهم ټکي:

  • د نیو ساوت وېلز ایالت په تمورت سیمې کې هم قرنطین وضع شو
  • د وېکټوریا ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین پای ته رسېږي
  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا ۲۸۳ پېښې ثبت شوي
 په تزمانیا کې QR چک جبري شو 


نیو ساوت وېلز

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۲۸۳ نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي‌ چې له دغې ډلې څخه ۶۴ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د نیو ساوت وېلز ایالت تمورت سیمه کې هم د ۷ ورځو لپاره قرنطین وضع شوی دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشرې ګلادیس بریجیکلین د بارون بې سیمې له اوسېدونکو څخه د کرونا وېروس د معاینی غوښتنه کړې.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو شئ. 

 وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۱۱ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري. 

د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز اعلان وکړ چې د ددغه ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین د آګست ډ میاشتې په ۱۰ نېټه پای ته رسېږي.

نوموړې د ملبورن ښار اوسېدونکو ته ویلي ترڅو اطرافي سیمو ته له سفر څخه ډده وکړي.

په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ: 


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:


شریکول
خپور شوی 9/08/2021 په 5:33pm
اپډیټ شوی 9/08/2021 په 6:27pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS