مهم ټکي:
- د سیډني ښار په هغو سیمو کې چې د کرونا وېروس ډېرې پېښې ثبت شوي، اوس د شپې ګرځبندیز له ۹ څخه ۵ بجو پورې عملي کېږي.
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا ۲۲ نا معلومې پېښې ثبت شوي
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې اوس د ۱۶ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکي هم کسان کولای شي د فایزر واکسین لپاره ځانونه راجسټر کړي.
نیو ساوت ویلز
د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۸۱۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۳ کسانو د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اخته کسانو له ډلې څخه ۴۲ ناروغ کسان سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د سیډني ښار په هغو سیمو کې چې د کرونا وېروس ډېرې پېښې ثبت شوي، اوس د شپې ګرځبندیز له ۹ څخه ۵ بجو پورې عملي کېږي.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۷۱ نوې پېښې ثبت شوي چې ۲۲ پېښې یې له پخوانیو سره هېڅ تړاو نلري.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۱ نوې پېښه ثبت شوې ده
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا ۱۶ نوې پېښې ثبت شوي چې ۳ پېښې یې تر څېړنې لاندې دي.
- په سویلي آسټرالیا کې د هوټل د قرنطین پرځای په کورونو کې د قرنطین آزمایښتې پړاو پیل شوي
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW and
VIC , and
ACT and
NT and
QLD and
SA and
TAS and
WA and
خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.