د کووېډ-۱۹ تازه معلومات: په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۷۲ نوې پېښې ثبت شوي او په وېکټوریا کې نن شپه قرنطین پای ته رسېږي

د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۲۷ : په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Polisi waonekana nje ya jengo ambalo liko chini ya makatazo yakutoka, katika mtaa wa Devitt Street, katika kitongoji cha Magharibi Sydney cha Blacktown

Polisi waonekana nje ya jengo ambalo liko chini ya makatazo yakutoka, katika mtaa wa Devitt Street, katika kitongoji cha Magharibi Sydney cha Blacktown Source: AAP Image/Mick Tsikas

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت ویلز ایالت کې دواکسین د تطبیق نوي‌ مرکزونه پرانستل شوي.
  • په سویلي آسټرالیا او کوینزلنډ کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
  • په سویلي آسټرالیا او وېکتوریا کې قرنطین پای ته رسېږي.
نیو ساوت وېلز 

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۷۲ نوې پېښې ثبت شوي. د روغتیا برخې چارواکي وايي‌ چې ۶۰ اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د سیډني‌ ښار په بلک ټاون سیمه کې د اپارتمانونو په یوه بلاک کې د کرونا وېروس د ۶ پېښو له ثبت وروسته یاد بلاک د پولیسو تر څار لاندې ده.

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي ټولو هغو کسانو ته د آسټرا زنیکا واکسین توصیه کوي چې له ۴۰ کلونو لوی عمرونه لري. 

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلاډیس بریجیکلن وايي چې د دغه ایالت ټول هغه کسان چې له ۱۸ کلونو لوی عمر لري کولای شي سر له سبا له درملتونونو د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۰ نوې پېښې ثبت شوي او په دغه ایالت کې پنځم قرنطین نن شبه ۱۱:۵۹ د قیقو پای ته رسېږي. مګر یو شمېر محدودیتونه په خپل ځای پاتې کېږي.

د وېکټوریا ایالت اوسېدونکي نشي کولای په خپلو کورونو کې میلمانه ولري او په عامه ځایونو کې ۱۰ کسان سره یو ځای کېدلی شي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي :

 

 


شریکول
خپور شوی 27/07/2021 په 3:15pm
اپډیټ شوی 27/07/2021 په 3:31pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS