د کوويډ-۱۹ تازه معلومات: سيدني ښار کې د ريکارډ په کچه نوو پيښو ثبت وروسته نوي بنديزونه ولګيدل

نن د جولای د مياشت ۲۹ نيټه ده او له ټول اسټراليا څخه مو تاسو ته د کرونا ويروس په اړه تازه معلومات راټول کړي.

A near empty Market Street is seen in the central business district in Sydney, Thursday, July 29, 2021. NSW recorded 236 new locally acquired cases of COVID-19 in the 24 hours to 8pm last night. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING

A near empty Market Street is seen in the central business district in Sydney. Source: AAP Image/Mick Tsikas

د کرونا وبا پيل راهيسې سيدني ښار لومړي ځل لپاره دومره ډير شمير پيښې ريکارډ کړې.

ويکټوريا ايالت کې د محدوديتونو نرمولو وروسته يو کس په کرونا ويروس اخته شوی چې منبع يې معلومه نده.

جنوي اسټراليا د کرونا ويروس دوه نوې پيښې ريکارډ کړې.

او کوينزليند کې به اوسيدونکې يوې بلې اونۍ لپاره هم د مخ ماسک کاروي.


نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۳۹ پيښې ريکارډ کړې.

بله خوا ياد ايالت کې دوه کسانو کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له نوو پيښو څخه د ۱۲۶ اصلي منبع لا نده معلومه او په اړه يې پلټنه روانه ده، بيا بله خوا له ۲۳۹ پيښو څخه يوازې ۸۱ يې په خپل کورونو کې بند ول.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان نن اعلان وکړ، چې د سيدني ښار ۸ لوی ښارګوټي اوسيدونکي اجازه نه لري ترڅو له خپل کوره ۵ کيلو متره لرې سفر وکړي. يادو سيمو کې د  Fairfield, Canterbury-Bankstown, Liverpool, Cumberland, Blacktown, Parramatta, Campbelltown and George's River شامله دي.

له کوره بهر وتلو وخت کې د ماسک کارول جبري ګرځول شوې او که څوک ماسک ونه کاروي هغوی ۵۰۰ ډالر جريمه کيږي.

له سبا به د سيدني ښار پوليسو ته دا واک په لاس کې ورکړل شي چې که چيرې کوم کاروبار شته قوانين نه مراعت کوي د هغوی فعاليت بند کړي.

نوو محدوديتونو په اړه لا ډير معلومات .

ويکټوريا

ويکتوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۶ نوې پيښې ريکارډ کړې.

ټولې نوې پيښې په هوټل کې بند او د ډيلټا ويروس ډول باندې اخته ول.

ويکټوريا ايالت کې چارواکي د يوې پيښې اصلي منبع معلومولو پلټنه کوي.

نوو محدوديتونو په اړه لا ډير معلومات ترلاسه کړئ.

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا نورو ښارونو تازه معلومات

جنوي اسټراليا د کرونا ويروس دوه نوې پيښې ثبت کړې او دواړه هوټل کې قرنطين ول.

کوينزليند ايالت ۱۱ ځايي ښارګوټو خلک بايد يوې بلې اونۍ لپاره هم د مخ ماسک وکاروي.

 

قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.


خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې  ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

 


 

د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

 
 
 


شریکول
خپور شوی 29/07/2021 په 3:47pm