ويکټوريا ايات د کرونا ويروس ۱۹۹۳ نوې پيښې ثبت کړې.
نيو ساوت ويلز کې د کرونا ويروس نوې څپې وروسته تر ټولو کمې پيښې ثبت شوې
پلازمينه کنبيرا د نيو ساوت ويلز ايالت دوه ډوزه واکسين شوو کسانو ته سفر کولو اجاز ورکړه
او د تازمانيا جنوبي سيمې نن له نوو بنديزونو سره مخ شوې.
ويکټوريا
ويکټوريا ايالت کې د يو ۱۵ کلنې انجلې مړينې سره د ۱۹۹۳ نوو پيښو خبر ورکړ.
دا مهال ويکټوريا ايالت کې ۲۱۶۰۰ د کرونا ويروس فعاله پيښې شتون لري او نوې څپې وروسته ر دې دمه ۱۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۱۶۳ کسان د روغتون عاجل برخه کې درملنې لاندې دي او بيا ۱۶۰ يې وينتيلاتورونو باندې دي.
ياد ايالت کې ۸۸.۵ سلنه کسانو يو ډوز د کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کړی او ۶۴.۳ سلنې بيا دوه ډوزه.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز بيا په همدې موده کې د ۳۱۹ نوو پيښو خبر وکړ او دوه کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نيو ساوت ويلز ايالت اوس چټکۍ سره د ۸۰ سلنې دوه ډوزه واکسين شوو کسانو شمير ته نږدې کيدو حال کې دی.
ياد ايالت کې ۷۸.۸ سلنه کسان دوه ډوزه واکسين شوي او تر دو شنبې پورې ۸۰ سلنه کسان واکسين کيږي چې له هغې وروسته به لا ډيرو نورو محدوديتونو کې نرمښت راوستل شي.
پلازمينه کنبيرا بيا ۲۰ نوې پيښې او تازمانيا بيا يوه نوې پيښه ثبت کړې.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه: