مهم ټکي:
- د آسټرالیا د درملو د تائید ادارې اجازه ورکړې ترڅو د آسټرالیا اوسېدونکي وکولای شي له نومبر میاشتې څخه د کرونا وېروس معاینې په ځپلو کورونو کې وکړي.
- په وېکټوریا ایالت کې په یوه ورځ د کرونا وېروس ټرټولو ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۸۶۷ نوې پېښې ثبت شوي او ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نويو پېښو له ثبت سره د فعاله پېښو شمېر له ۹۲۰۰ پېښو څخه زیات شوی دی.
په وېکټوریا ایالت کې نږدې ۸۰ سلنه کسانو د کرونا واکسین لومړی ډوز ترلاسه کړی. تمه کېږي چې د نن ورځې تر پایه پورې به د ۸۰ سلنه هدف پوره شي او محدودیتونه به په دغه ایالت کې کم شي.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۸۶۳ نوې پيښې ثبت شوي او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیو ساوت وېلز د روغتیا وزیر برډ هزرد وايي چې د وضعیت له ښه کېدو سره د نیوساوت ویلز په بایرن او ټویډ شایر سیمو کې له نن شپې څخه محدودیتونه له منځه وړل کېږي.
کوینزلنډ
په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي دي، په دغه ډله کې یو داسې شخص هم شامل دي چې د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین یې هم ترلاسه کړی دی.
د کوینزلنډ ایالت چارواکي د نویو محلي پېښو د سرچینو د موندلو په لټه کې دي.
تر اوسه پورې په دغه ایالت کې قرنطین ندی وضع شوی، مګر د ماسک اغوستل په برزبن او موټن بې سیمه کې جبري شوی دی.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه: