کوويډ-۱۹ تازه معلومات: نيو ساوت ويلز ايالت کې محدوديتونه لا ډير سخت شول

دا له اسټراليا څخه د کرونا ويروس تاز معلومات دي چې ۱۷ د جولای ۲۰۲۱ کې تاسو ته وړاندې کيږي.

A general view of the central business district in Sydney, Saturday, July 17, 2021. The stay-at-home orders for coronavirus-hit Greater Sydney and surrounds have been tightened with the lockdown extended for a further 2 weeks. (AAP Image/Dan Himbrechts) N

Central business district in Sydney Source: AAP Image/Dan Himbrechts

د لوی سيدني ښار ټول غير ضروري دکانونه له نن شپې وروسته تړل کيږي. 

غير ضروري خدمتو دکانونه له نن شپې ۱۱:۵۹ وروسته تړل کيږي او بله خوا ويکټوريا ايالت په ترو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ نوې پيښې ريکارډ کړي.


 

نيو ساوت ويلز

له نن شپې ۱۱:۵۹ وروسته تر جولای مياشت ۳۰ نيټې پورې د Fairfield, Cantebury-Bankstown, Liverpool سيمو اوسيدونکي له خپلو سيمو څخه بهر نورو سيمو ته تګ اجازه نه لري.

د يادو سيمو اوسيدونکي يوازې که روغتيا برخې کار کوونکي وي، يا معلولينو او زړو کسانو برخې کار کوونکي وي نو دوی اجازه لري ترڅو ل خپلې سيمې نورو سيمو ته سفر وکړي ولې پرته له يادو برخو دوی بايد خپلو سيمو کې او کورون کې بند پاتې شي.

سيدني او هم ملبورن ښارونو اوسيدونکي کولی شي يوازې ضروري کارونو لپاره له خپل کور څخه بهر ووځي چې په هغو کې دا لاندې کارونه شامل دي.

  • خوړو توکو اخيستل او ضروري کارونه
  • روغتيا خدمتونه
  • زد کړه او کار که له کوره نشي کيدلی
  • واکسين اخيستل
  • ورزش
  • د اړمنو کسانو پالنه کول
لوی سيدني ښارونو کې به له نن شپې ۱۱:۵۹ وروسته ټول غير ضروري دکانونه تړل کيږي، خوړو دکانو څخه خواړه اخيستل او کور کې خوړل، کورونو ته د تولو اغوښتل او click and collect خدمتونه به پرانيستې وي.

دوشنبې ۱۲ بجو د شپې وروسته به ټول د روغونې Construction او غير ضروري ترميم کارونه چې په هغو کې د کورونو پاکولو خدمتونه شامله دي دا به تړل کيږي.

نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس ۱۱۱ نوې پيښې ريکارډ کړې او يو ۸۰ کلن سړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

لد لينک له لارې تاسې د پيښو سيمو په اړه معلومات ليدلی شئ او بله خوا اوسني محدوديتونه به د جولای مياشت تر ۳۱ نيټې پورې پر خپل ځای وي.

ويکټوريا

ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۹ نوې پيښې ريکارډ کړې. ټولې نوې پيښې له پخوانيو پيښو سره تړلي دي.

دا مهال ويکټوريا ايالت کې ۵۴ فعاله پيښې شتون لري.

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس خپريدو ۱۵ ودانۍ او سيمې نومول شوي چې په هغو کې لرې پرتې سيمې شامله دي.

دا ۵ ځل دی چې ياد ايالت کې د کرونا ويروس محدوديتونه لګول کيږي او شته محدوديتونه به تر ۲ د جولای پر خپل ځای وي.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې په استراليا کې څه پيښ شول

کوينزليند ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس هيڅ يو مثبت پيښه نده ريکارډ کړ.

د اسټراليا شمال سيمه يا  Northern Territory کې د په فاضله اوبو کې د کرونا ويروس موندل شوی.


قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

که تاسې له اسټراليا څخه بهر سفر کول غواړئ نو اجازې ترلاسه کولو لپار دا لينک کليکاږئ.

نړيوالو پرازونو په اړه لا ډير معلومات له ............ ويبپاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.


 

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې  ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

 


 

د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

 
 
 

 

 

 

 

 

 


شریکول
خپور شوی 17/07/2021 په 5:37pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS