په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه کمېږي

نن د سپتمبر ۱ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس په اړه تازه معلومات دلته لوستلی شئ.

A pharmacy worker receives a temperature sensitive box with Pfizer vaccines at the Sandown Racecourse Vaccination Centre in Melbourne, Tuesday, August 31, 2021.

A pharmacy worker receives a temperature sensitive box with Pfizer vaccines at the Sandown Racecourse Vaccination Centre in Melbourne, Tuesday, August 31, 2021. Source: AAP Image/Daniel Pockett

مهم ټکي:

  • په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه کمېږي.
  • نیو ساوت وېلز ایالت ته نړیوال پروازونه ممکن په نومبر میاشت کې پیل شي.
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې هغه کسان چې د ۱۶ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري کولای شي‌ د فایزر واکسین ترلاسه کړي.
نیو ساوت وېلز

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس ۱۱۱۶ نوې پيښې ثبت کړې او ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي په دغه ایالت کې نږدې دویمه حصه بالغه کسانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. تمه کېږي چې تر اکتوبر میاشت پورې به د آسټرالیا ۷۰ سلنه اوسېدونکي د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړي.

آغلې بریجکلین همدا راز وايي چې نړیوال پروازونه کېدای شي په نومبر میاشت کې پیل شي.

د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا وزیر، بریډ هزرد له خلکو غوښتنه کوي ترڅو د آسټرا زنیکا واکسین ترلاسه کړي ځکه د فایزر واکسین د ټولو خلکو لپاره کافي نده.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو  شئ.

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۱۲۰ نوې پېښې ثبت شوي او دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز وايي چې په دغه ایالت کې به محدودیتونه کم شي، مګر هغه وخت چې ۷۰ سلنه اوسېدونکي لومړی ډوز واکسین ترلاسه کړي. ټاکل شوې ترڅو ویکټوریا ایالت د سپتمبر په ۲۳ نېټه دغه هدف ته ورسېږي.

په وېکټوریا ایالت کې ډیری اخته کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري او تر دې دمه ۸۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه  ورکړی دی.

 د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس۲۳  نوې پېښې ثبت شوي، له دغې ډلې څخه ۱۲ کسان په داسې حال کې چې ناروغه وه په ټولنه کې ګرځېدلي‌دي.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات  چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه .
alc covid mental health
Source: ALC
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې  ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

 


 

شریکول
خپور شوی 1/09/2021 په 4:21pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS