کووېډ-۱۹: په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۹۱۹ نوې پېښې ثبت شوي

نن د اګسټ د مياشت ۲۵ نيټه ده او تاسو ته د کرونا ويروس په اړه تازه معلومات دلته لوستلی شئ.

 Bondi Beach in Sydney, Wednesday, August 25, 2021.

Members of the public exercise at Bondi Beach in Sydney, Wednesday, August 25, 2021. Source: AAP Image/Bianca De March

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت وېلز ایالت  کې د کرونا وېروس پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي
  • په وېکټوریا ایالت کې ډیری ځوانانو په کرونا وېروس اخته کېږي
  • په کوینزلنډ ایالت کې د هوټل د قرنطین پروګرام چارې ځنډول شوي
نیو ساوت ویلز

د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت  کې د کرونا وېروس ۹۱۹ نوې پېښې ثبت شوي. د اخته کسانو له ډلې څخه ۳۷ ناروغ کسان، سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

Guildford, Auburn, Merrylands, Greystanes, Granville, Punchbowl, Yagoona او Blacktown هغه سیمې دي چې تر اوسه زیاتې نوې پېښې په کې ثبتېږي

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلاډیس بریجیکلن وايي په نیو ساوت ویلز ایالت کې ۶ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق شوی، پدې مانا چې تر دې دمه حد اقل  ۶۰ سلنه اوسېدونکو د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی.


په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو  شئ. 

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۴۵۰ نوې پېښې ثبت شوي. د اخته کسانو له ډلې څخه ۲۸ ناروغ کسان، سره لدې چې ناروغ وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولې وايي چې له ۵۰ سلنه څخه زیات اخته کسان له ۳۰ کلونو کم عمرونه لري.

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي. 

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۹ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۷۶ کسانو ته رسېدلی دی.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات  چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه .
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې  ځايه ترلاسه کولی شئ.

تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:

 


 

د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ:

 
 
 


شریکول
خپور شوی 25/08/2021 په 2:33pm