نيو ساوت ويلز ايالت کې د ريکارډ په کچه نوې پيښې ثبت او روغتونو کې تر ۱۰۰۰ کسان کرونا ويروس له امله بستر دي.
ويکټوريا ايالت کې که څوک اسټرازينيکا واکسين ترلاسه کول غواړي نو ۵۰،۰۰۰ واکسين اخيستلو وار شتون لري.
کنبيرا کې ۱۲ اونيو پورې د کور مالکان خلک له کورونو نشي ويستلی.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ نوې پيښې او ۱۲ کسانو مړينه ثبت کړې. د نيو ساوت ويلز ايالت مشره ګلاديس بريجيکليان وايي، راتلونکو څو اونيو کې به د کرونا ويروس ډيرې پيښې ثبت او شته بحران به لا ډير ژور شي.
دا مهال نيو ساوت ويلز کې ۹۷۹ کوويډ-۱۹ ناروغان روغتونو کې بستر دي او ۱۶۰ يې په عاجله څانګه او ۶۰ يې بيا په وينتيلاتورز باندې دي.
ويکټوريا
ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۲۰۸ نوې پيښې ثبت چوې. نوو پيښو څخه د ۹۶ منبع معلومې دي.
يو ۶۰ کلن سړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ويکټوريا ايالت مشر ډينيل انډريوس وايي، د ښوونځي ۱۲ ټولګي زده کوونکو ته راتلونکې سه شنبې ورځ وروسته واکسين عملي کيږي او دوی ته به د فايزر واکسين لګول کيږي.
د اسټراليا پلازمينه (کنبيرا)
د اسټراليا پلازمينې د کرونا ويروس ۱۸ نوې پيښې ثبت کړې.
نوو پيښو څخه ۱۵ يې ناروغۍ وخت کې په ټولنه کې تګ راتګ کړئ.
کنبيرا کې د کورونو مالکان کرايه دار ۱۲ اونيو پورې له کورونو نشي ويستلی.
کنبيرا کې واکسين ترلاسه کولو لپاره کليکاږئ.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

Source: ALC
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه: