مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې شاوخوا ۴۰ سلنه کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی.
- د وېکټوریا ایالت د کرایې د فشار کمولو لپاره یو پروګرام اعلان کړی دی.
- په وېکټوریا ایالت کې د کرونا ۲۴۶ نوې پېښې ثبت شوي.
- ټاکل شوې ترڅو په کوینزلنډ ایالت کې د هغو ډاکټرانو په شمېر کې زیاتوالی راشي چې د فایزر واکسین تطبیقوي.
نیو ساوت وېلز
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۱۲۸۱ نوې پيښې ثبت شوي او ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دغې ډلې څخه ۸۳۱ پېښې د سیډني په لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو کې ثبت شوي
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي د ۷۰ سلنه واکسین ریکارډ له ثبت وروسته په روغتونونو کې د کرنا وېروس د ناروغانو شمېر زیات شوی، مګر دا به د محدودیتونو په کمولو هېڅ اثر ونلري.
وېکټوریا
د وېکټویا ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۲۴۶ نوې پيښې ثبت شوي چې ۱۲۱ یې له پخوانیو پېښو سره اړیکه نلري.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۱۱ نوې پېښې ثبت شوي او له دغې ډلې څخه ۷ کسان په داسې حال کې چې ناروغه وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه .
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه: